د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناامنیو او قدرتي ناورینونو لسګونه زره افغان بې کوره کړي


افغانستان: په بادغېس کې کوره شوي کډوال. د ۲۰۱۴ ز کال تصویر
افغانستان: په بادغېس کې کوره شوي کډوال. د ۲۰۱۴ ز کال تصویر

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د ناامنیو او قدرتي افتونو له وجې څه باندې یو لاک اته زره کسان بې کوره شوی دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همکارۍ دفتر په سېشنبه ویلي چې په افغانستان کې د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مې تر ۱۳ مې پورې د بې کوره کړل شویو خلکو حتمي شمېره یو لاک اته زره او څلور سوه څلوېښت ده.

تر ټولو زیات ۱۰۰۰۰ کسان په غزني کې او څلور زره په بغلان کې بې کوره شوي دي. د مې پر ۱۵مه په فراه کې د طالبانو په ځینو سیمو تر حملو وروستو هم ۱۰۰۰۰ کسان په عارضي توګه بې کوره شوي دي. په تېرو درېوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې وسلوالو طالبانو د فراه ښار یوشمېر سیمې ونیولې. په دې سره هغوی افغان حکومت او د دوی نړیوالو اتحادیانو ته پیغام ورکړ، چې ټینګار یې کاوه، طالبان اوس د لویو حملو صلاحیت نه لري.

پروسږ کال (۲۰۱۷) په دغه هېواد کې د ناامنیو او جګړو له وجې څلور لاکه او پنځه څلوېښت زره کسان بې کوره شوي وو.

XS
SM
MD
LG