د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار نوی والي: د ولسونو په مرسته د فساد مخنیوی کوم


د ننګرهار نوی والي د فساد او غصب خلاف د کار کولو هوډ ښکاره کړی. نوموړی د مې په ۲۰ مه د نوي والي په توګه معرفي شو.
د ننګرهار نوی والي د فساد او غصب خلاف د کار کولو هوډ ښکاره کړی. نوموړی د مې په ۲۰ مه د نوي والي په توګه معرفي شو.

جلال اباد ـ د ننګرهار لپاره ټاکل شوی نوی والي حیات الله حیات وايي، که د ولس مرسته ورسره وي، دی به ټول هغه صلاحیتونه په کار واچوي،چې د لایحې له مخې ورکړل شوي دي. نوموړي د مې په شلمه، په جلال اباد کې د خپلې دندې د سنبالولو پر مهال دغه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه:

(( فساد، رشوت، بې عدالتي او زور زیاتی خپل اوج ته رسېدلي دي. د ولس لپاره د يوې خدمتګارې ادارې په جوړولو او د خدمتونو په شفاف ډول وړاندې کولو، د فساد د مخنيوي او د حکومت او خلکو د واټن په کمولو کې به د دې موخې لپاره ولایتي شورا له ولایتي ادارې سره همېشنۍ همکاري ولري.))

د ننګرهار نوی والي، د نورو چارواکو او مشرانو سره په غونډه کې ناست دی.
د ننګرهار نوی والي، د نورو چارواکو او مشرانو سره په غونډه کې ناست دی.

د ننګرهار والي د يوې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولسونو ته وروپيژندل شو. نوموړي ژمنه وکړه چې د ولسونو په مرسته به په دغه ولایت کې د فساد او غصب د مخنيوي تر څنګ ډاډمن امنيت تامینوي.

مرکز که ما ته وايي چې ننګرهاری والي مې درولېږه، خو اصلي مشکلات درک نه کړي او هغه شرایط چې يو والي يې باید ولري او درته يې برابر نه کړي، بیا هم غولونه ده،
فریدون مومند

د ننګرهار د نوي والي حیات الله حیات د پيژندنې دا غونډه چې د د يکشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه، د بېلابېلو ولسواليو څخه په کې په سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ټولنیزو فعالانو برخه اخیستې وه، د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا په رسمي توګه د ننګرهار خلکو ته وروپېژندل شو.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فریدون مومند په خپلو خبرو کې وویل، هغه صلاحیتونه چې يوه والي ته په قانون کې وضع شوي په کارده چې نوي والي يې له ځانه سره ولري:

د حیات الله حیات د معرفي کولو غونډه کې لسګونو مشرانو ګډون وکړ.
د حیات الله حیات د معرفي کولو غونډه کې لسګونو مشرانو ګډون وکړ.

(( ما ته وايي چې ننګرهاری والي مې درولېږه، معاونین مې هم ننګرهاریان درولېږل، خو اصلي مشکلات مرکز درک نه کړي او هغه شرایط چې يو والي يې باید ولري او درته يې برابر نه کړي، بیا هم غولونه ده. پنځوس فيصده درته موږ امکانات برابروو، مرسته او کومک درسره د دې ولس د ستونزې د حل لپاره کوو، خو پنځوس فیصده تاسو ټول دولت راپوره کړئ.))

د والي تر پېژندنې وروسته، حبیبه کاکړ په ټولنیزو چارو کې د ولایت د مرستيالې او تميم مومند د ولایت د مالي او اداري مرستيال په توګه ننګرهاریانو ته وپېژندل شول.

XS
SM
MD
LG