د افغانستان د سولې عالي شورا يو پلاوی ننګرهار ته ورغلی و او هلته يې د يوې غونډې په ترڅ کې له ځوانانو، مدني ټولنو او مېرمنو څخه د سولې د نوې تلارې په رڼا کې سلا مشورې واخيستې.
د افغانستان ولسمشر پرون په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د افغانستان جګړه د یو ازادي غوښتونکي ملت او ترهګرو ډلو ترمنځ چې په غلامۍ کې ژوند کول غواړي، جنګ دی.
په پاکستان کې د خبریالانو تنظیم په کابل کې پر خبریالانو برید غندلی او له افغان خبریالانو سره یې یووالی ښودلی دی.
د ازادي راډیو د خبریال سباوون کاکړ جنازه په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.
زموږ همکار، بشير ګواښ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني يو وياند، دواخان مينه پال سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې د ترهګرۍ قربانيانو خبريالانو کورنيوو سره څه مرسته کوي او حکومت ولې د خبريالانو ژوند نه شي خوندي کولی؟
د خوست مدني فعالان او د بیلابیلو ټولنیزو بنسټونو استازي د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو ته دې، د امنیت په ګډون په هره برخه کې لازم تدابیر ونیول شي.
په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کميسیون د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د بهير د ګړنديتوب په خاطر د دوشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د عامه پوهاوي غونډه وکړه چې ، قومي مشرانو، د ښوونځيو استازانواو مدني فعالانو په کې برخه اخیستې وه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډيو ته وویل چې دویم ځانمرګي بریدګر د خبریالانو په جامه کې وو چې ویډیو کیمره هم ورسره وه، د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.
که څه هم نن د شنبې په ورځ د پکتیا اړوند په ګرده څېړۍ کې د ځدراڼ میشتو سیمو قومي مشرانو، اوسیدونکو او ځوانانو په ګډون پراخه غونډه د وسلوالو له لوري د پرلپسې توغندیو او سپکو وسلو د ډزو له کبله اخلال او ناتمامه پاتې شوه، خو د ځدراڼو اوسیدونکي وايي، چې دا ډول پيښې يې د ټاکنو او د نوم لیکنې له بهیره نشي راګرځولای.
د طالبانو د پسرلنیو علملیاتو له اعلان وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، دغه عملیات د یوه مسلمان ملت او د یوه خپلواک هېواد پرضد د طالبانو د جنګ اعلان دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې چې د افغانانو کومه وینه تویدنه روانه ده باید نوره بنده شي.
د افغانستان په اړه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته