د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد: په کرکټ میدان کې درې چاودنو اته تنه وژلي


د جلال اباد په کرکټ میدان کې لوبغاړي لمونځ کوي
د جلال اباد په کرکټ میدان کې لوبغاړي لمونځ کوي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه د کرکټ په لوبغالي کې د رمضان کپ پيل شوو سياليو پر مهال درې پر لپسې چاودنې شوي.

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د شنبې په شپه د کريکټ د رمضاني سياليو پر موقع په کريکټ لوبغالي کېدرې پرلپسې چاودنو ۸ تنه وژلي او ۴۵ يې ټپيان کړي دي.

دا چاودنې د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه په کريکټ لوبغالي کې تر سره شوې چېرته چې وطنپاله ځوانانو ټولنې د کريکټ رمضاني سيالۍ پيل کړې وې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼی وايي، “د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې تېره شپه یوولس بجې او شل دقیقې درې پرلسپې چاودنو اته کسان شهيدان کړي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.”

ده وویل چې اته کسان يې تر درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي دي او پاتې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د عطاالله خوګیاڼي په وینا ، په وژل شوو کې د دې سیاليو تنظيموونکی او د وطنپاله ځوانانو مشر هدایت الله زهېر، د لغمان ولایت د ښاروالۍ مرستيآل، ماشومان او يو شمېر نور شامل دي.

نوموړي ویلي چې چاودنې د کريکټ په میدان کې د ځای پر ځای شويو ماينونو له امله رامنځته شوې دي.

په وژل شويو کې شامل ټولنېز فعال او د وطنپاله ځوانانو ټولنې مشر هدایت الله زهير د تېرې سه شنبې په ورځ د دې کرکټ سیاليو په اړه له مشال راډیو سره خبرې کړې وې.

هدایت الله زهیر ویلي وو، “رمضان کپ کريکټ ټورنمنټ د شپې لخوا کېږي، ځکه چې په روژه کې زموږ ځوانان د ورځې لخوا خپل سپورټ نه شي کولای. دلته به تراویح کېږي، او له تراویح وروسته لس بجې به لوبې پيلېږي، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دغسې ټورنمنټ کېږي چې په نړيوال معیار مو لایټونه لګولي، داسې کار تر اوسه پورې نه شوی.”

د کريکټ په دې لوبغالي کې د روژې له لومړۍ شپې د کريکټ رمضاني سيالۍ پیل شوې خو په دویمه شپه پکې چاودنې وشوې.

عیني شاهدان وايي ، چې د کريکټ دویمه سيالۍ پیلېدونکې وه، لومړۍ چاودنه د کمنټري بکس تر څنګ وشوه چې د وطنپاله ځوانانو ټولنې څو تنه يې ټپیان کړل او بیا له لږې شېبې وروسته پرلپسې دوې نورې چاودنې وشوې.

د دې پېښې زمه واري لا تر دې دمه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG