د لاسرسي ځای

تازه خبر

فراه والي: افغان ځواکونو پر فراه د طالبانو برید ‏‏‏ناکامه کړ



افغانستان: یو افغان سرباز په فراه ښار کې د یوې حکومتي مرکز د ساتنې پرمهال. ۱۵ می، ۲۰۱۸
افغانستان: یو افغان سرباز په فراه ښار کې د یوې حکومتي مرکز د ساتنې پرمهال. ۱۵ می، ۲۰۱۸

د فراه والی عبدالبصیرسالنګی د چارشنبې په سهار مشال راډيو ته وویل، افغان ځواکونو وسله‎وال طالبان پرېنښودل چې د مهمو سیمو کنټرول په لاس کې واخلي.

نوموړی وايي چې طالبانو ماته خوړلې ده او په ښار کې یې مړي پاته دي. افغان او امنیتي دفاعي ځواکونو په پراخو حملو سره طالبان له ښاره وایستل.

د فراه والي وویل چې شاوخوا دوو زره وسله والو طالبانو د سېشنبې په ډله ییزه حمله کې لاس درلود.

د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شیرزاد نن چارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په پرونیو بریدونو کې ۱۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي. امنیه قومندان په پرونیو بریدونو کې د ۲۶ افغان پوځیانو او لسو ملکیانو وژل کېدل هم تایید کړی دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مشال رادیو ته په یوه رالیږلی خبر پاڼه کی دا منلی چی طالبان د فراه له ښاره په شا شوی خو دفراه د والي خبرې ردوي چې وسله والو طالبانو ته یی درانده تلفات اړولی. احمدی وایی پدغو جګړو ۹ طالبان وژل شویدی.

له فراه څخه دمشال راډیو خبریال هم نن (چارشنبه) مشال راډیو ته دا خبره تایید کړه چی وسله وال طالبان د فراه له ښاره پر شا شوي او په ښار کی اوس د ډزواوازونه نه اوریدل کیږی.

په فراه ښار کې څه تېرېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

XS
SM
MD
LG