د فراه والي: افغان ځواکونو د فراه پر ښار د طالبانو ډلهییزه حمله ناکامه کړه
د فراه والي عبدالبصیر سالنګی نن د چهارشنبې په سهار مشال راډيو ته وویل، افغان ځواکونو وسلهوال طالبان پرېنښودل چې د مهمو سیمو کنټرول په لاس کې واخلي.
ښاغلي سالنګي وایی:
"طالبانو ماته خوړلې ده. په ښار کې د هغوی جسدونه پاتې دي. افغان او امنیتي دفاعي ځواکونو په پراخو حملو سره طالبان له ښاره وایستل."
د فراه والي وویل چې شاوخوا دوه زره وسله والو طالبانو په پرونۍ ډله ییزه حمله کې لاس درلود.
د فراه امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد نن [چهارشنبه] په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په پرونیو بریدونو کې ۱۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
امنیه قومندان په پرونیو بریدونو کې د ۲۶ افغان پوځیانو او لسو ملکیانو وژل کېدل هم تایید کړي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي مشال راډیو ته په یوه رالېږلې خبر پاڼه کې دا منلي چې طالبان د فراه له ښاره په شا شوي خو د فراه د والي خبرې ردوي چې وسله والو طالبانو ته یی درانده تلفات اړولي.
احمدي وایي په دغو جګړوکې نهه طالبان وژل شویدي.
له فراه څخه د مشال راډیو خبریال هم نن [چهارشنبه] مشال راډیو ته دا خبره تایید کړه چی وسله وال طالبان د فراه له ښاره په شا شوي او په ښار کې اوس د ډزو غږونه نه اورېدل کېږي.