د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني ترکیه کې د بیت المقدس غونډې ته ولاړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د ترکیې په استانبول ښار کې د بيت‎ المقدس په موضوع رابلل شوې غونډه کې د نورو اسلامي هېوادونو د مشرانو ترڅنګ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.

دا خبره د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د جمعې ورځ ازادي راډيو ته وکړه.

تمه کېږي چې د استانبول غونډې په پای کې غوښتنې او وړاندیزونه د یوه پریکړه‎لیک په بڼه مطرح شي.

​د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال د خپلې پرېکړې سره سم چې بیت‎المقدس یې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه وپېژاند د اسراییلو د دولت جوړېدو له ۷۰مې کلیزې سره هم‎-مهاله خپل سفارت بیت‎ المقدس ته ولېږداوه.

د امریکا دغه پریکړه د فسلطینیانو او د ځینو هېوادونو له غبرګون سره مخامخ شوه.

د دغه پریکړې په غبرګون کې تر دې دمه د فلسطینیانو په مظاهرو کې لسګونه تن وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

فلسطینیان ختیځ بیت‎المقدس خپله راتلونکې پلازمېنه بولي او د امریکا دغه ګام د اسراییلو په لاس د دغه ښار د لاندې کېدو نښه بولي.

خو بل لور ته اسراییل بیا بیت‎ المقدس خپله پلازمېنه بولي.

اړوند راپورونه

ملګرو ملتونو بیت‌ المقدس د اسراییلو پلازمېنه ګرځول رد کړه

پوتین: د بیت المقدس لانجه منځنی ختیځ بې ثباته کوي

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

عمران خان د پاکستان نوی وزير اعظم غوره کړل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:43 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG