د لاسرسي ځای

تازه خبر

''افراطيان د ابو حنیفه له مکتبه ناخبره دي''


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افراطي ډلې چې د مسلمانانو د وژنو او تمدني هویت د ختمولو هڅه کوي، د امام ابوحنیفه له مکتبه ناخبره دي.

د دوشنبې په ورځ نوموړي د امام اعظم ابوحنیفه څېړنیزې او علمي غونډې ته په خپله وینا کې وویل، دا یې وخت چې افراطي ډلې د مسلمانانو د تمدني هویت د ختمولو هڅه کوي، په‌کار ده چې دیني عالمان د ثبات په اهمیت او د امام اعظم د مکتب د لارې عامولو ته جدي کار وکړي.

ښاغلي اشرف غني وویل:

"مونږ هره ورځ په دې خاوره کې شهیدان ورکوو، بچیان، خویندې، سپین ږیري او ځوانان مو شهیدان کیږي او دا ځکه چې هغه اشخاص چې په فتنه باندې بوخت دي، د امام ابوحنیفه په مکتب باندې خبر نه‌ دي، کله چې دوی د امام اعظم په فکر باندې پوه شي، دوی بیا فکر ته مجبورېږي، ځکه هغه څه چې دوی يې کوي، په دغه مکتب کې ځای نه‌لري."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني وویل، په حنفي فقه کې انتحار او چاودنې نه‌ شته او د کفر او اسلام دار په واضح ډول بیان شوی چې که په اړه یې مطالعه وشي، ډېر خلک به په خپله لار بیا غور وکړي.

له روژې مخکې د افغان عالمانو له‌خوا د امام ابو حنیفه د ژوندانه او تګلارو په اړه دا څېړنیز کنفرانس داسې وخت جوړ شوی چې د ښاغلي غني په خبره، افراطیت د افغان مسلمانانو بېلابېلې برخې زیانمنې کړې دي.

د دغې ستونزې د حل لپاره، همدا تېره جمعه په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا عالمان د اندونیزیا په بوګور په ښار کې سره راغونډ شوي وو.

د دغو دیني عالمانو د ناستې په پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې ځان وژونکې حملې حرامې ګڼل شوي او په‌کې راغلي چې له سولې سره مخالفت، له الهي احکامو سره مخالفت دی.

د افغانستان د حج او او قافو وزیر فیض محمد عثماني دغې غونډې ته وویل، حنفي فقه یو بشپړ نظام دی چې د مراعت سره‌یې د ژوندانه ډېرې ستونزې حلېږي.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني
د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني

دی وایي:

"حنفي فقه د اسلامي فقهې یو هغه نادر نظام دی چې د اړیکو، ټولنیزو، حکومتي حقوقو او نړیوالو اړیکو په برخه کې، تشریحي احکام لري."

نوموړی وايي، په اوسني وخت کې چې د جګړې اور ګرم دی، د امام اعظم د افکارو پېژندنه ځانګړی اهمیت لري چې کولای شي، موږ د خبرو اترو تر سرحده ورسوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG