نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته د سیند پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو د خبریالۍ ترڅنګ د پښتنو پر ژوند او ستونزو هم راپورونه او خپرونې جوړوي.
وژل شویو کسانو به پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک خپلې ویډيوګانې هم خپرولې.
پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک ښودل کېږي چې ډزې وشي او د پي ټي اېم یو دوه کسان هم ښکاره کوي چې په ډزو لګېدلې دي.
د قضيو داورېدو وروسته د يادو کسانو وکیل قادر خان مشال راډیو ته وويل چې پوليسو نن عدالت ته د سېند حکومتي کابينې هغه ثبوتونه هم وړاندې کړل چې له مخې يې د علي وزير اور نورو کسان پر ضد په مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې شاملې کړل شوي دي.
د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د ملير پوليسو پخوانی افسر راو انوار هم د دې اورېدنې په مهال په عدالت کې موجود وو.
پر علي وزیر تور دی چې د پاکستان ریاست خلاف یې بغاوت کړی دی. خو د هغه وکيلان دا تورونه بې بنياده بولي او وايي د پاکستان د ایین ترمخه هر وګړی د بیان ازادي لري نو ځکه بايد پرې د غدارۍ مقدمې جوړې نه شي.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند عماد حميد وايي چې په دې هېواد کې نړيوال کرکټ بيا پیل شوی دی چې د ده په خبره دا د دوی لپاره ډېره لويه بريا ده.
په غونډه کې د کراچۍ کور کمانډر لېفټينېنټ جنرال نديم احمد انجم، د رېنجرز ځواک مشر مېجر جنرل عمر بخاري، د سيند پوليسو مشر مشتاق مهر او د کورونيو او داخله چارو سيکټريانو ګډون وکړ.
شيخ رشيد احمد وايي، له ايران سره هم پر پوله ازغن تار غځوي او د هغه چارې هم له ۳۸ څخه تر ۴۰ فيصده شوې دي.
تحریک انصاف وايي، له بهره په ترلاسه کړو پیسو کې که ناقانونه کار شوی وي نو هغه د دوی په وینا په ایجنټانو پورې اړه لري.
د جنورۍ پر ۱۷مه (اتوار پرورځ) په کراچۍ پریس کلب کې د نقیب د درېم تلین پر مهال د هغه ورور عالم شېر مسید مشال رېډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې.
د بوینګ ۷۷۷ په نامه دا پاکستانۍ الوتکه د جنورۍ پر ۱۵مه د ملایزیا له پلازمېنې کولالمپور څخه اسلام اباد ته د تلو پرمهال نیول شوې ده.
د اورېدنې پر مهال د سيند های کورټ چيف جسټس وويل چې په دې مقدمه کې راو انوار مرکزي تورن دی که عدالت استثنا ورکړي نو دا به له نورو سره امتيازي سلوک وي.
پاکستان هندو کونسل هر کال په کراچۍ کې د بې وزله هندوانو ډله ییز ودونه کوي. دا کونسل د واده لګښتونه پوره کوي او د واده زلمي او ناوې ته جهېز او د کور سامان هم ورکوي. نور په ویډیو کې.
عدالت دا نېټه د جنورۍ پر نهمه د کراچۍ په زندان کې دننه د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړیو د ضمانت په اړه د لومړۍ اورېدونې پر مهال ورکړې ده.
پولیس وايي، مظاهرچیانو له هوایي ډګره بهر پر لويه مرکزي لاره شاهراه فيصل شپږ موټر سايکلونه سوځولي دي.
د صحت صوبايي وزیرې عذرا پيچوهو په مشرۍ د واکسین په اړه یوه مهمه غونډه جوړه شوې او په دغه غونډه کې د واکسينو د انتظام لپاره د مرکز جوړولو لارښوونه شوې ده.
عدالت د ډېسېمبر پر ۱۸مه علي وزیر، نور الله ترین، حسن او بسم الله تر ۳۰ ډېسېمبر پورې پولیسو ته په رېمانډ ورکړي وو.
بلاول بوټو يو ځل به په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان اسټبلشمنټ دې له سياسته لاس واخلي چې هېواد د یوې ریښتونې ډموکراسۍ پر لوري وخوځېږي.
عدالت رباني ته د ۲۵ کلونو د بند او ۲۲ لکه روپیو د جرمانې او شاکر الله ته یې د ۲۰ کلن قید او ۱۱ لکه روپیو جرمانې سزاګانې اورولې دي
بلاول بوټو وویل، د سلیکټیډ یا د انتخاباتو له لارې نه بلکې د ځینو کړیو په ملاتړ د غوره شوي وزیراعظم لوبه به ختموي.
نور وښیئ