د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر مقدمې بله اورېدنه د فبرورۍ پر دريمه کوي


پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه له پېښوره ونیو - د ارشیف- انځور.
پولیسو علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه له پېښوره ونیو - د ارشیف- انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر او د هغه د ملګرو په کراچۍ کې د جنورۍ په ۲۹مه په زندان کې دننه د مقدمې او په ضمانت د خوشې کېدو د خواستونو اورېدنه وشوه.

د دوی بله اورېدنه به د فبرورۍ په درېيمه کېږي.

د قضيو داورېدو وروسته د يادو کسانو وکیل قادر خان مشال راډیو ته وويل چې پوليسو نن عدالت ته د سېند حکومتي کابينې هغه ثبوتونه هم وړاندې کړل چې له مخې يې د علي وزير اور نورو کسان پر ضد په مقدمه کې د ترهګرۍ دفعې شاملې کړل شوي دي.

قادر خان ايډوکيټ وايي علي وزير او د پي ټي ايم نورو غړو چې په ۶ دسمبر د سهراب کوټ جلسې ته کومې ويناګانې کړې وې نو د هغو فارنزک رپورټ هم په عدالت کې جمع کړل شوی دی خو د ده په خبره دغه رپورټ مکمل نه دی. قادر خان زياته کړه چې پوليس د علي وزير او پي ټي اېم نورو غړو کيسونه ځنډول غواړي.

له دې وړاندې هم د دوی د مقدمو نورې اورېدنې شوي دي چې وروستۍ هغه يې د جنورۍ پر ۲۷مه وه.

د پېښور پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه هغه مهال ونیولو چې کله نوموړی د ارمي پبلک سکول پېښې اتم تلین لمانځغونډې ته ورغلی و.

د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه تر ګرفتارۍ وروسته هغوی ته سپارلی دی.

د سیند پولیس وايي، علي وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست پر ضد وینا کړې وه خو غورځنګ دا تور ردوي.

د غورځنګ ځينې نور غړي د ډېسېمبر پر ۱۸مه له هغه وروسته نیول شوي‌ ول چې د علي وزیر د نیول کېدو پرضد یې په کراچۍ کې احتجاج کاوه.

پر دوی هم د رياست پر ضد د بغاوت مقدمې درج شوې دي. خو پي ټي اېم دا تورونه ردوي او وايي چې دوی په خپلو سيمو کې د امن راوستو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG