د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍکې پر موټر ډزې: د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ووژل شول


د کراچۍ په ګارډن سيمه کې د فبرورۍ پر دوهمه نېټه سهار مهال نامالومه وسلوالو يوہ ښځه او درې تنه په ډوزو وژلي دي. وژل شویو کسانو به پر ټولنیزه رسنۍ ټیک ټاک خپلې ویډيوګانې هم خپرولې.

پوليسو وايي چې وژلې ۳۵ کلنه مسکان شيخ له خپلو ملګرو عامر خان، ريحان شاه او صدام حسين اپرېدي سره په يوه ګاډي کې روان ول چې د برید ښکار شول.

مسکان په گاډي کې ساه ورکړې او نورو بیا د کراچۍ په لوی سرکاري هسپتال کې ساه ورکړه.

پوليس وايي مسکان شيخ له خپل خاونده طلاق اخستی وو او د يوه ماشوم مور هم وه او د لانډۍ سيمې په شېر پاو کالونۍ کې په يو کور کې یواځې اوسېدله او درې نور کسان بیا د کراچۍ بلديه ټاون اوسېدنکي ول.

د پوليسو اېس اېس پي سرفراز نواز وايي، چې د وژل شوې مسکان شيخ او عامر خان له يوه بل ملګري عبدالرحمان سره څو ورځې وړاندې لانجه راغلې وه چې پکې عبدالرحمان ډزې هم کړې وې.

سرفراز نواز وايي چې په وژل شوو کسانو کې په صدام حسين اپرېدي د ۲۰۱۸ز کال کې د قتل يوه مقدمه هم درج شوې وہ او پر ريحان شاه او صدام د ډزو کولو، منشياتو خرڅولو سرہ سره نورې درې مقدمې د کراچۍ په بېلا بېلو تاڼو کې کښل شوې وې.

بل خوا د کراچۍ په بوټ بيسن سميه کې د فرورۍ په لومړۍ نېټه دشپې ناوخته په موټرسایکل روان یو هلک عدنان او انيله عیني نومې ښځه هم په ډزو وژل شوي دي.

پوليس وايي چې وژل شوې ښځه انيله عینه د پنجاب د سرګودې او هلک عدنان د خیبر پښتونخوا د کوهاټ سیمې دي.

XS
SM
MD
LG