د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند: په ناقانونه توګه لېږدول کېدونکې اربونه روپۍ نيول شوې


د سيند صوبې اطلاعاتو وزير وويل چې د کراچۍ د امن و امان وضعيت د تېرو کالونو په پرتله ښه شوی دی.
د سيند صوبې اطلاعاتو وزير وويل چې د کراچۍ د امن و امان وضعيت د تېرو کالونو په پرتله ښه شوی دی.

د پاکستان سيند چارواکي وايي، د ترهکرو د مالۍ مرستو مخنيوي څانګې په تېرو پنځو کالونو کې ۱۰ اربه روپۍ نيولي چې په ناقانونه توګه لېږدول کېدې.

دا خبره د سيند صوبې پوليسو مشر سيد مشتاق مهر د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د سيند وزيراعلی مراد علي شاه په مشرۍ د اېپيکس کمېټۍ غونډې ته د مالوماتو ورکولو پر مهال وکړه. په غونډه کې د کراچۍ کور کمانډر لېفټينېنټ جنرال نديم احمد انجم، د رېنجرز ځواک مشر مېجر جنرل عمر بخاري، د سيند پوليسو مشر مشتاق مهر او د کورونيو او داخله چارو سيکټريانو ګډون وکړ.

مشتاق مهر وويل چې د ۲۰۱۵م او ۲۰۲۰ کالونو په دوران کې د ترهګرو د مالي مرستو مخنيوي څانګې (انسداد دهشت ګردي فایننسګ يونټ) ۱۰ اربه روپۍ نيولې چې د ده په خبره، په ناقانونه توګه لېږدول کېدې. د ده په خبره، د ناقانونه پېسو د لېږد رالېږد په تور یې د ۱۴۴ کسانو پرضد مقدمې هم جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه چې په دې کې ۹۰ تورن کسان نيول شوي چې پکې ۱۹ته سزاګانې هم اورول شوې دي.

ترغونډې وروسته د سيند اطلاعاتو وزير ناصر حسين شاه خبریالانو ته وويل چې په غونډه کې د کراچۍ د امن و امان، د افغان کډوالو او د ترهګرو د مالي مرستو په کډون پر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

هغه زياته کړه چې په غونډه کې وويل شو چې په کراچۍ کې امنيت ښه شوی دی او دا ښار چې د نړۍ شپږم ناامنه ښار وو اوس د ده په خبره د ښه والي په حساب په دې فهرست کې تر سلو اوښتو ښارونو کې راغلی دی.

د سيند پوليسو مشر د صوبې د امن و امان په اړه غونډې ته وويل چې په ۲۰۲۰م کال کې په صوبه کې د هدفي وژنې ۱۲ پېښې شوې دي. هغه زياته کړه چې په صوبه کې تېرکال ۱۵۲۵ کسان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، د شوکې ۱۵۸ او د تښتونې ۲۰۷ پېښې شوې دي.

په غونډه کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو موضوع هم څېړل شوه او له مرکزي حکومته وغوښتل شول چې د افغان کډوالو ستنولو په اړه دې يوه رسمي تګلاره جوړه شي.

په غونډه کې وويل شو چې دا وخت په پاکستان کې ۲۸ لاکه افغانان مېشت دي چې د اوسېدو د کارټونو موده يې تېرکال د جون په مياشت کې پای ته رسېدلې وه. دوی وړاندېز وکړ چې د کارټونو موده دې وغځول شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG