د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي افريقا کرکټ لوبډله ۱۳ کاله وروسته پاکستان ته تللې


د پاکستان کرکټ بورډ وياند وايی چې د جنوبي افريقا د لوبډلې ورتګ د دوی لپاره لويه بريا ده.( ارشېف عکس)
د پاکستان کرکټ بورډ وياند وايی چې د جنوبي افريقا د لوبډلې ورتګ د دوی لپاره لويه بريا ده.( ارشېف عکس)

د جنوبي افريقا کرکټ لوبډله څه دپاسه ۱۳ کاله وروسته پاکستان ته د لوبو لپاره تللې چې لومړۍ پنځه ورځنۍ لوبه يې د جنورۍ پر ۲۶مه د کراچۍ نېشنل سټېډيم کې پېل کړې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ وياند عماد حميد وايي چې په دې هېواد کې نړيوال کرکټ بيا پیل شوی دی چې د ده په خبره دا د دوی لپاره ډېره لويه بريا ده.

تردې وړاندې د سريلېنکا او بنګله دېش لوبډلو د پاکستان سفر کړی وو. د جنوبي افريقا کرکټ تيم څه دپاسه ۱۳ کاله وروسته پاکستان ته لوبو لپاره ځي. تردې وړاندې دا لوبډله د ۲۰۰۷م کال سپټېمبر په مياشت کې پاکستان ته تللې وه.

د پاکستان او افريقا ټيمونه به دوه ټېسټ او درې ۲۰ اوورزې لوبې کوي. ‎د جنوبي افريقا ټیم د جنوري پر ۱۶ کراچۍ ته رسېدلی وو.

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکې وايي چي دپاکستان او جنوبي افريقا او پاکستان ترمنځ به دويم ټېسټ مېچ د فېبرورۍ پر څلورمه نېټه په راولپنډۍ کې وي او شل اووریزې لوبې به د فېبرورۍ پر ۱۱مه، ۱۳ مه او ۱۴ مه په لاهور کې کېږي.

‎په پاکستان کي نړيوال کرکټ هغه مهال درېدلی وو چې کله د ۲۰۰۹م کال د مارچ په مياشت کې په لاهور کې د سريلېنګا پر کرکټ ټيم ترهګره حمله وشوه.

‎خو بيا شاخوا اوه کاله وروسته په ۲۰۱۶م کال کې د د زمبابوې، په ۲۰۱۹ م کال کې د سريلېنکا او په ۲۰۲۰م کال کي د بنګله دېش کرکټ لوبډلو ته پاکستان سفرونه وکړل او هلته يې سيالۍ ترسره کړې.

د پاکستان چارواکيو پر نندارچيانو بنديز لګولی چې د کورونا وايرس له کبله هغوي لوبغاړو ته نشي ورتلای.

‎د سيند پوليس وايي چې د جنوبي افريقا لوبډلې د امنیت او د لوبې پر وخت دکراچۍ نېشنل لوبغالې کې يې پنځه زره پوليس درولي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG