د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د نقیب مسود په وژنه د تورن راو انوار خواست رد کړ


سيند های کورټ د جنورۍ پر ۱۴مه (نن) د نقيب الله مسود او نورو کسانو په وژنه تورن پخواني پوليس افسر راو انوار پر هغه غوښتنه چې دی دې عدالت ته له ورتلو استثنا کړل شي اورېدنه وشوه خو درخواست یې و نه منل شو.

راو انوار يا د هغه وکيل مشال راډيو ته څه ځواب نه دی کړی خو د خواست اورېدنې په وخت وکيل عامر منصوب ايډوکيټ عدالت ته وويل چې استخباراتي ادارو د راو انوار د امنيت په اړه راپور ورکړی دی او هغه د خپل امنيت په اړه اندېښمن دی. خو عدالت یې خواست رد کړ.

د اورېدنې پر مهال د سيند های کورټ چيف جسټس وويل چې په دې مقدمه کې راو انوار مرکزي تورن دی که عدالت استثنا ورکړي نو دا به له نورو سره امتيازي سلوک وي.

دوه کاله وشو چې د نقیب مسود مقدمه په عدالت کې روانه ده خو لا یې هم په اړه فیصله نه ده شوې. د هغه د کورنۍ وکيل صلاح الدين پنور له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ده د موکل په قضيه کې ګواهانو ته دړکې ورکول کېږي.

نوموړي زیاتوي، ګواهي ورکول عام خبره نه ده او د ګواهانو لپاره هېڅ امنيت نشته. هغوی ډېر وېرېږي. هرڅوک دا ګڼي، داسې نه چې سبا يې څوک په لار کې په مقابله کې ووژني. موږ پوليسو ته خواست ورکړی دی. ای جي سيند ته مو خواست ليکلی. او عدالت ته مو هم خواست کړی دی چې ګواهانو ته دې تحفظ ورکړل شي. خو چېري چې پوليس د پوليسو مخې ته وي هلته ډېر څه خرابېږي.

پر راو انوار له نورو تورونو سره سره په کراچۍ کې ۲۰۱۸ز کال په ۱۳م جنورۍ د وزیرستان د یوه پښتون ځوان نقيب مسود د وژنې تور دی او د پوليس خپلې پلټنيزې ډلې هم ويلي ول چې نقيب د پوليسو په جعلي مقابله کې وژل شوی وو.

راو انوار چې هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو دعوه يې کړې وه چې څلور ترهګر يې د پوليس په مقابله کې وژلي دي. خو د نقيب پلار بيا د راو انوار او له هغه سره په نورو پوليسو مقدمه درج کړې وه. پر هغه له ۱۳ نورو کسانو سره چې پکې پوليس شامل دي د نقيب مسود د وژنې مقدمه د کراچۍ په عدالتونو کې روانه ده. په مقدمه کې ښکېل راو انوار او ځینې نور کسان دا مهال په ضمانت ازاد دي، ځينې یې په جېل کې دي او څه پکې اوس هم مفروران دي.

د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر لسمه نېټه برتانیا د سيند صوبې په پخواني پوليس افسر راو انور د بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګولي ول او له عدالته لیرې وژنو او د بشري حقونو د سرغړوو په سر يې هغه هېواد ته سفري بندیزونه لګولي او که یې هلته شتمنۍ وي هغه به کنګل کېږي.

برتانیا ويلي ول، راو انوار تر ۱۹۰ زياتو پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې د پښتون ځوان نقيب مسود په ګډون تر ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG