د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جماعت الدعوه او د القاعدې ډلې دوو مشکوکو غړو ته د بند سزاګانې


په پاکستان کې عدالتونو دا پرېکړې پر داسې مهال کړې دي چې هغه هېواد د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خړ لېسټ کې دی.  
په پاکستان کې عدالتونو دا پرېکړې پر داسې مهال کړې دي چې هغه هېواد د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خړ لېسټ کې دی.  

په کراچۍ کې د ترهګرۍ مخنیوي یو عدالت د جماعت الدعوه او القاعدې وسله والې ډلې دوو مشکوکو غړو ته د بند سزاګانې اورولې دي.

عدالت په دوو جلا، جلا قضیو کې فیصلې د ډېسېمبر پر ۲۸مه کړې خو د ډېسېمبر پر ۲۹مه یې خپرې کړې چې پکې راغلي چې د جماعت الدعوه پر غړي غلام رسول رباني او د هند په نیمه وچه کې د القاعدې د څانګې پر غړي محمد شاکر الله د ترهګرۍ د تمویل تورونه ثابت شوي دي.

عدالت رباني ته د ۲۵ کلونو د بند او ۲۲ لکه روپیو د جرمانې او شاکر الله ته یې د ۲۰ کلن قید او ۱۱ لکه روپیو جرمانې سزاګانې اورولې دي.

غلام رسول رباني د کراچۍ په ملیر جمالي ګوټ کې د باب الحرمین شریفین په نوم مدرسه او جومات چلوي.

عدالت د سیند د تعلیم وزارت ته امر کړی چې دا مدرسه دې تر خپل واک لاندې وچلوي.

سرکاري وکیلانو طاهر حسن منګي او کامران عدالت ته ویلي چې د رباني ښځې منلې چې نوموړی د مدرسې او جومات مالک دی.

پولیسو رباني د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۵مه له مدرسې نیولی وو او عدالت ته یې ویلي چې نوموړي د جماعت الدعوه ډلې لپاره چندې ټولولې او بیا یې هغه پیسې په ترهګرۍ کې د کارولې.

خو رباني پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي له ۲۰۰۳ز کال راهیسې د مدرسې مشر او د جومات امام دی.

دی وايي چې یو کس د شخصي اختلاف له وجې پر ده د ترهګرۍ تمویل تور پورې کړی.

د کراچۍ په مرکزي زندان کې د ترهګرۍ مخنیوي عدالت په دویمه قضیه کې محمد شاکر الله ته د هغه په ناموجودګۍ کې سزا اورولې او وايي چې هغه د القاعدې ډلې لپاره چندې ټولولې او افغانستان ته یې هم تګ راتګ کاوه.

جماعت الدعوه او القاعده ډلې په پاکستان کې تر بندیز لاندې دي.

تر دې مخکې په نومبر کې د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید ته هم د ترهګرۍ تمویل په تور د پينځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد
د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعيد

سعید ته وار له مخه عدالت د ترهګرۍ تمویل په دوو نورو قضیو کې هم د پینځه نیمو، پینځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

په پاکستان کې عدالتونو دا پرېکړې پر داسې مهال کړې دي چې هغه هېواد د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (اېف اې ټي اېف) په خړ لېسټ کې دی.

دې پاریس مېشته ادارې په اکتوبر کې پاکستان ته د ترهګرۍ تمویل او د ناقانونه پیسو سپینولو په لړ کې د نورو اقداماتو سپارښتنه او د ۲۰۲۱ز کال تر فبرورۍ پورې یې د څار په "خړ لېسټ" کې د ساتلو پرېکړه وکړه.

پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې دی.

XS
SM
MD
LG