د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: عدالت د نقیب مسید او ارمان لوڼي تلینغونډې پر مهال نیولي کسان پولیس ته وسپارل


کراچۍ کې د ۲۰۲۰ ز کال پر ۶دسمبر د پي ټي اېم غونډه
کراچۍ کې د ۲۰۲۰ ز کال پر ۶دسمبر د پي ټي اېم غونډه

د سيند پوليسو په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نيولي ۳۳ غړي عدالت ته وړاندې کړل او عدالت د دوو روځو لپاره پوليسو ته په ريمانډ وسپارل. د بلې اورېدنې لپاره د فبرورۍ ۳مه نېټه ورکړل شوې ده.

د پي ټي اېم د غړیو وکيل قادر خان ايډوکيټ مشال ريډيو ته وويل چې د ټولو نيولو کسانو د ضمانت خواستونه به د فبرورۍ پر ۳مه عدالت ته وړاندې کړي.

د پوليسو لخوا نيولو کسانو کې د ابراهيم، عادل شاه، محمد طاهر، محمد سردار، عمر حبيب، فيض الله، فريد الله په ګډون ټول ۳۳ غړي دي.

دوی د جنورۍ پر ۳۱ مه د سهراب ګوټ پوليسو د نقيب مسيد، ارمان لوڼي او عارف وزير د تلین لمانځلو پر مهال ونیول. پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک ښودل کېږي چې ډزې وشي او د پي ټي اېم یو دوه کسان هم ښکاره کوي چې په ډزو لګېدلې دي.

د پي ټي اېم د کراچۍ غړي دعوه کوي چې پوليسو ورته د غونډې اجازه ور نه کړه، د دوی ملګري يې ټپيان کړل او ډېر شمير يې ونیول.

پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک ښودل کېږي چې ډزې وشي او د پي ټي اېم یو دوه کسان هم ښکاره کوي چې په ډزو لګېدلې دي.

د ختیزې ضلع د پوليسو اېس اېس پي ساجد سدوزی وايي چې په سهراب ګوټ کې پي ټي ايم د سرکاري اجازته پرته غونډه کوله.

نوموړي ادعا کوي پوليس چې هلته لاړل نو د پي ټي ايم پلویانو پر پوليسو ډزې وکړې او په ګتو ېې ويشتل چې پکې څلور پوليس هم ټپيان شوي. پوليسو پر دغه موقع څلوېښت (۴۰) تنه نيولي دي.

د پي ټي اېم غړي د پولیسو دعوه ردوي او وايي چې د تلينغونډې لپاره یې د ختیزې ضلع مرستيال کميشنر هم درخواست ورکړی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پروسږکال د دسمبر پر شپږمه نېټه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه چې پکې په زرګونو خلکو ګډون کړی وو.

له هغې جلسې وروسته د دسمبر پر اوومه نېټه د سهراب ګوټ پوليسو د پي ټي اېم پر غړو مقدمه کړې وه چې په ترڅ کې یې علي وزیر ددسمبر پر ۱۶مه هغه مهال ونیول شو چې وو چې د پېښور ارمي‌ پبلک سکول خونړي برېد شپږم تلین لمانځلو ته ورغلی وو. د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه نیولی دی.

د پي ټي اېم کراچۍ غړو پروسږکال د دسمبر پر ۱۸مه د علي وزیر ګرفتارۍ پرضد په کراچۍ کې احتجاج کړی وو، له هغه پس پوليسو د پي ټي اېم د کراچۍ څلور نور غړي نورالله ترين، محمد شېر مسيد، شېر ايوب او بسم الله هم ونيول.

پولیسو پر علي وزیر او ملګرو پروسږکال د دسمبر پر شپږمه نېټه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې پر مهال د ریاست پرضد د وینا کولو تور پوری کړی دی خو پي ټي اېم دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

له علي وزير سره نيولي د پي ټي ايم غړي له یوې مياشتې راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان کي بندیان دي.

XS
SM
MD
LG