د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره پر پوله اغزن تار ۹۰ فيصده بشپړ شوی: شېخ رشيد


افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲،۶۰۰ کيلوميټره پوله لري چې په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نيمې وچې د هغه وخت بريتانوي واک پر مهال په افغانستان کې دننه کښل شوې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شيخ رشيد احمد د جنورۍ پر ۲۲مه په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د پاکستان له خوا له افغانستان سره پر پوله د ازغن تار غځولو کار ۹۰ فیصده مکمل شوی او پاتې به د سږ کال تر جون میاشتې وشي.

هغه زیاته کړه: "د جون مياشتې ۳۰ پورې به دا کار سرته ورسېږي خو که نور هم ځنډېږي نو د روان کال اخر ته به خامخا مکمل شي. د ايران په پوله هم کار روان دی او هغه به هم سږ کال تر اخره پای ته ورسېږي."

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ پر کرښې د ۲۰۱۷ز کال د فېبرورۍ په مياشت کې د ازغن تار غځولو کار پيل شوي وو. او پاکستان وويلي ول چې دا کار به په ۲۰۲۰ز کال کې سرته ورسوي.

چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا کومې سيمې چې له افغانستان سره پرتې دي په هغې کې سلګونه کیلومېټره پوله داسې هم ده چې هلته د ازغن تار غځولو ضرورت نشته، ځکه چې په دغه سيمو کې د انسانانو تګ راتګ امکان نه لري.

پاکستان په ۲۰۱۷ز کال کې له افغانستان سره پر پوله د اغزن تار او کټارو لګولو کار پیل کړی و چې ډېره برخه يې بشپړه شوې ده.

افغانستان او پاکستان شاوخوا ۲،۶۰۰ کيلوميټره پوله لري چې په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نيمې وچې د هغه وخت بريتانوي واک پر مهال په افغانستان کې دننه کښل شوې وه.

افغانستان د ډېورنډ کرښې په نوم دغه پوله په رسميت نه پېژني خو پاکستان او نړيوال رسمي حيثيت ورکوي.

شيخ رشيد احمد وايي، له ايران سره هم پر پوله ازغن تار غځوي او د هغه چارې هم له ۳۸ څخه تر ۴۰ فيصده شوې دي. پاکستان له ایران سره ۹۵۰ کلومیټره پوله لري.

پاکستان پر دغه د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل په میاشت کې کال پیل کړي او د ۲۰۲۱ز کال د اخري پورې به هم دغه پروژه سره ته ورسېږي.

د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان وزير اعظم عمران خان د ايران سفر په مهال د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره ليدلي او په دغه مهال يې اعلان کړی وو چې دواړه هېوادونه به پر شریکه پوله د ترهګرۍ مخنوي لپاره د چټک غبرګون په نامه ځواک جوړوي.

XS
SM
MD
LG