د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د علي وزیر مقدمې بله اورېدنه د جنورۍ پر ۱۲مه کوي


علي وزير د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيول شوی وو او بيا کراچۍ ته واستول شو.
علي وزير د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيول شوی وو او بيا کراچۍ ته واستول شو.

د سیند په کراچۍ کې عدالت د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او قومي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر او د هغه نورو ملګرو ته د بلې اورېدنې لپاره د جنورۍ ۱۲مه نېټه ورکړې ده.

عدالت دا نېټه د جنورۍ پر نهمه د کراچۍ په زندان کې دننه د علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو غړیو د ضمانت په اړه د لومړۍ اورېدونې پر مهال ورکړې ده.

د دوی وکیل قادر خان اېډوکېټ مشال ريډيو ته وويل، "د جنورۍ پر نهمه د علي وزير اور نورو کسان په زندان کې دننه د مقدمې لومړ‎ۍ اورېدنه وه، علي وزير اور نورو کسان په زندان کې دننه د ترهګرۍ مخنیوي عدالت ته وړاندي کرل شو."

قادر خان اېډوکېټ زیاته کړه چې د بندیانو په ضمانت د خوشي کېدو د خواست اورېدنه هم وشوه.

قادر خان ايډوکيټ وويل چي پوليسو پر علي وزير اور نورو کسانو لګولو تورونو د ثبت کولوله پاره ۱۵ ورځې نور وخت وغوښت خو عدالت دا غوښتنه رد کړه.

علي وزير د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيول شوی وو او بيا کراچۍ ته واستول شو.

د پېښور پولیسو ویلي وو چې نوموړی یې د سیند پولیسو په غوښتنه په دې تور نیولی وو چې د دوی په وینا د ریاست او ریاستي ادارو خلاف یې خبرې کړې وې.

پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسه کړې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په په ګډون ورته علي وزیر او نورو مخکښانو هم ویناوې کړې وې.

پولیسو تر هغه جلسه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ۲۰ پر زیاتو غړو مقدمه جوړه کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د علي وزیر د نیولو پرضد د پراخو احتجاجونو اعلان وکړ. د هغه احتجاج پرمهال په کراچۍ کې د غورځنګ ځايي مشر نورالله ترین، او د شیر ایوب او بسم الله په نامه دوه نور غړي هم ونیول شول.

د کراچۍ پولیسو له هغه وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ بل مخکښ محمد شېر مسید هم ونیوی.

پوليسو دا ټول کسان د دسمبر پر ۳۱ مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پخواني عدالت ته وړاندې کړي وو او عدالت زندان ته استولي وو.

پخواني عدالت د ډېسېمبر پر ۳۱مه په خپل امر کې د غورځنګ د نيوليو کسانو مقدمه د کراچۍ په مرکزي زندان کې دننده جوړ د ترهګرۍ مخنیوي عدالت ته انتقال کړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر په ګډون پر ټولو غړو لګول شوي تورونه بې بنیاده بللي دي. غورځنګ وايي چې دوی د پاکستاني ریاست او ریاستي ادارو نه بلکې د دوی د ظلم خلاف دي.

XS
SM
MD
LG