د لاسرسي ځای

تازه خبر

 اېسټیبلېشمنټ به له سیاسته لاس اخلي او عمران به استعفا ورکوي: بلاول


بلاول بوټو او مریم نواز د لاهور جلسې ته د ورتلو پر مهال
تصویر له ارشیفه
بلاول بوټو او مریم نواز د لاهور جلسې ته د ورتلو پر مهال تصویر له ارشیفه

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ګوند د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) ټولې فيصلې تاييدوي.

نوموړی زیاتوي د ګوند مرکزي مجلس عامله يې پرېکړه وکړه چې تر ۳۱ مې جنورۍ (۲۰۲۱ ) به ورسره د ګوند ټول پارلماني غړي استعفاګانې جمع کړي.

په بلاول هاوس کراچۍ کې د ډېسېمبر پر ۲۹مه ماخوستن ناوخته د پيپلز ګوند د مرکزي مجلس عاملې له غونډې پس یوې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري يو ځل بيا پر وزيراعظم عمران خان د استعفا ورکولو غږ وکړ.

د هغه وینا وه که عمران خان تر ۳۱ م جنورۍ استعفا ور نکړي نو پاکستان جمهوري تحریک به د اسلام اباد پر لوري لانګ مارچ کوي.

بلاول بوټو يو ځل به په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان اېسټیبلېشمنټ دې له سياسته لاس واخلي چې هېواد د یوې ریښتونې ډموکراسۍ پر لوري وخوځېږي. نوموړي وویل کله به هم چوڼ کړی یا سليکټېډ وزیر اعظم عمران خان و نه مني. د نوموړي په وینا کې اېسټیبلېشمنټ لاس ترې پورته کړي نو عمران خان یوه روځ هم پر چوکۍ نه شي پاته کېدلی.

خو نوموړی وړاندیز کوي چې اپوزیشن ګوندونه دې د پارلیمان په ګډون پر هر ډګر د پاکستان تحریک انصاف راوستل شوی حکومت چېلنج کړي: ''موږ ګڼو چې دا حکومت په پارلیمان کې هم چېلنج کول پکار دی او موږ له دا حکومت په پنجاب اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک راوستو په صورت کې چېلنجول پکار دی او موږ له دا حکومت د سېنېټ په انتخاباتو کې هم چېلنجول پکار دی او پوره مقابله يې کول پکار ده او موږ ګڼو که پي ډي اېم يې په ګډه مقابله وکړه نو انشاالله موږ کامیابېدلی شو.''

بل پلو د پاکستان مسلم لیګ ن مرستیالې مشر مریم نواز هم د ډیسمبر په ۲۹مه په لاهور کې له رسنیو سره پخ خبرو کې وویل د دوی ګوند په خپله خبره کلک ولاړ دی او دوی به هرو مرو استعفاګانې ورکوي: ''ما ته د پنجاب اسمبلۍ په یو سل شپېته کې یو سل نهه پنځوست استعفاګانې راغلي دي یواځې یوه پکې نه ده راغلې هغه هم زموږ ښځینه غړې ناروغه ده او دا رنګ د یوې استعفا نه سربېره د قامي اسمبلۍ ټولې استعفاګانې ما ته راغلي دي.''

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت ضد اپوزیشن ګوندونه وايي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت راوستل شوې دی او دوی به د دې حکومت رانسکورلو لپاره له پارلیمانه استغفاګانې ورکوي او د جنورۍ په اخیره کې یا د فرورۍ په پیل کې به اسلام آباد ته لانګ مارچ کوي.

په عیني حال کې د پاکستان الېکشن کمېشن په دې هېواد کې د فرورۍ په میاشت کې د صوبایي او د قامي اسمبلۍ پر اووه چوکیو د بیا-ټاکنو اعلان کړی او دا شان به د مارچ پر یولسمه دوه پنځوس سېنېټران هم ریټایرېږي چې بیا به پرې ټاکنې کېږي.

بل پلو حکومت وايي په اپوزیشن ګوندونو کې خپله بې اتفاقي ده او تراوسه په یوه خبره هم یو شوي نه دي.

مشال راډیو چې په دې اړه په پېښور کې د خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار محمود جان بابر نه وپوښتل نو هغه وویل: ''اختلاف په هر ګوند کې کې وي خو ښکاري داسې چې اپوزیشن ګوندونه به حکومت ته مشکل پېدا کړي او دا یو قسم له فشار هم دی خو تاسو وګورئ چې په اسلام آباد کې د پاکستان مسلم لیګ ن میر وټاکل شو چې ښکارې داسې چې د پاکستان تحریک انصاف په مقبولیت اثر غورځېدلی دی.''

په پاکستان کې د پي ډي اېم او د تحریک انصاف په مشرۍ د عمران خان حکومت ترمینځ روان سیاسي کړکېچ یوه داسې برید ته رسېدلی دی چې د خپلمنځیو خبرواترو پکې هېڅ څرک نه ښکاري خو واکمن ګوند په دې شرط له اپوزېشن سره د مذاکراتو وړاندیز کړی چې د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم لیګ ن مرستیاله مشره مریم نواز به پکې ګډون نه کوي. د پي ډي ایم ویاند میا افتخار حسېن د ډېسېمبر پر ۲۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې حکومتي وړاندیز په غورځنګ کې د درز اچولو هڅه وبلله.

حکومت ته له اپوزېشن سره د مذاکراتو نه پرته مهمه مسله د حکومتي کارکردګۍ ښه کولو او د ولسي ستونزو هوارولو ده.
شمیم شاهد

د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د ډېسېمبر پر ۲۸مه ویلي ول چې له مولانا فضل الرحمن او مریم نواز سره ځکه خبرې نه کوي چې هغوی پارلماني استازي نه دي. خو د پي ډي اېم ویاند میا افتخار حسین وايي، په قامي کچه به مباحثه او خبرې اترې اله کېږي چې لومړی وزیر اعظم عمران خان استعفا ورکړي چې د ده په وینا په هغه کې د احتساب ادارې د اصلاحاتو او انتخاباتي اصلاحاتو خبرې دي.

خو په پېښور کي خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، حکومت ته له اپوزېشن سره د مذاکراتو نه پرته مهمه مسله د حکومتي کارکردګۍ ښه کولو او د ولسي ستونزو هوارولو ده. د نوموړي په وینا ځکه خو وزیر اعظم عمران خان حکومتي وزیرانو ته دړکه کړې وه چې حکومتي کارکردګي دې سمه کړي ګنې حکومت ته حالات په خرابېدو دي.

د حکومت ضد جوړ پاکستان جمهوري غورځنګ تور پورې کوي چې د عمران خان حکومت راوستل شوی او په درغلیو جوړ دی. دوی غوښتنه کوي چې عمران خان دې استعفا ورکړي او له نوې سره دې ټولټاکنې وکړل شي، خو حکومت دغه تورونه ردوي او وايي اپوزیشن ګوندونه د خپلو مشرانو د درغلیو پټولو لپاره د حکومت پرضد راوتلي دي.

XS
SM
MD
LG