د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند حکومت به د جنورۍ په منځ کې د کورونا وایرس واکسین تر لاسه کړي


د صحت صوبايي وزیرې عذرا پيچوهو د واکسین د ترلاسه کولو او وېشلو په اړه د غونډې مشري وکړه. 
د صحت صوبايي وزیرې عذرا پيچوهو د واکسین د ترلاسه کولو او وېشلو په اړه د غونډې مشري وکړه. 

د سيند صوبايي حکومت وايي‌ د جنورۍ میاشتې تر دویمه اونۍ وروسته به د کورونا وایرس ناروغۍ د واکسینو دوه نیم لاکه خوراکه یا ډوزه ترلاسه کړي.

د صحت صوبايي وزیرې عذرا پيچوهو په مشرۍ د واکسین په اړه یوه مهمه غونډه جوړه شوې او په دغه غونډه کې د واکسينو د انتظام لپاره د مرکز جوړولو لارښوونه شوې ده.

د سيند صوبې د صحت وزارت وايي چې د کرونا واکسینو د انتظاماتو لپاره يې د رابطې مرکز د کراچۍ په اېکسپو مرکز کې جوړ کړی دی.

د دوی په وینا، داسې ګامونه پورته شوي چې په یوه ورځ کې به ۵۰۰۰ کسانو ته واکسین ورکول شي.

د سيند صوبې د صحت وزیره عذرا پيچوهو وايي د کراچۍ تر څنګ به د سيند په نورو ښارونو کې هم په ضلعي روغتونونو کې د دې واکسین د ورکړې اسانتیاوې برابرې وي.

نوموړې ویلي‌ چې په لومړي پړاو کې به د کورونا وایرس ناروغۍ لپاره په ځانګړیو روغتونونو کې کارکوونکو ، د کورونا د مخنيوي لپاره په لومړۍ ليکه کې کار کوونکي ، په سرکاري او شخصي روغتونونو کې کارکوونکو ته هم دا واکسين ورکوي.

هغې ویلي دا واکسين به په دویم پړاو کې د ۶۰ کالو څخه د زيات عمر کسانو او بیا هغه خلک چې په جلا جلا ناروغیو اخته وي هغو ته به دا واکسین ورکول شي.

د عذرا پيچوهو په وینا په څلورم پړاو کې به بيا دا واکسين عامو خلکو ته ورکول کيږي.

چارواکي وايي دا واکسین به د ملي واکسین ټاسک ځواک [نېشنل ويکسين ټاسک فورس] په همکارۍ د دې میاشتې تر دویمې اوونۍ وروسته سيند ته ورکړل شي.

پيچوهو ويلي چې هر چاته ته به لومړی د ټلیفون له لارې د واکسین په اړه خبر ورکول کېږي او هر څوک چې دا واکسین واخلي نو به د سفر لپاره یو کارډ ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG