د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزیر او ملګري یې د ډېسېمبر پر ۳۱مه عدالت ته وړاندې کېږي


د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کارکنان
د علي وزیر په ګډون د پي ټي اېم ګرفتار کارکنان

ټاکل شوې وه چې د ډېسېمبر پر ۳۰مه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر او د غورځنګ نور ګرفتار غړي د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شي خو پولیسو وړاندې نه کړل، د ډېسېمبر پر ۳۱مه به یې وړاندې کوي.

عدالت د ډېسېمبر پر ۱۸مه علي وزیر، نور الله ترین، حسن او بسم الله تر ۳۰ ډېسېمبر پورې پولیسو ته په رېمانډ ورکړي وو.

پولیسو یې وکیلانو ته ویلي چې د ډېسېمبر ۳۰مې د شپې تر نیمايي پورې "قانوني حق" لري چې علي وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور ګرفتار غړي له ځانه سره وساتي او د ډېسېمبر پر ۳۱مه یې عدالت ته وړاندې کړي.

د غورځنګ نور غړي د ډېسېمبر پر ۱۸مه له هغې وروسته نیول شوي‌ ول چې د علي وزیر د نیول کېدو پرضد یې په کراچۍ کې احتجاج کولو.

علي وزیر د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور پولیسو هغه مهال ونیولو کله چې نوموړي د ارمي پبلیک سکول د خونړۍ پېښې اتم تلین لمانځغونډې ته ورغلی وو.

د پېښور پولیسو ویلي ول چې علي وزیر یې د سیند صوبې د پولیسو په غوښتنه تر ګرفتارۍ پس هغوی ته حواله کړی.

د سیند پولیس وايي، علي وزیر د ډېسېمبر پر شپږمه په کراچۍ کې د غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست پر ضد وینا کړې وه خو غورځنګ دا تور ردوي.

د پي ټي اېم د کراچۍ يو بل غړی محمد شېر مسيد د ډېسېمبر پر ۲۲مه په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی وو.

عدالت محمد شېر مسيد د ډېسېمبر ۳۰مې پورې جېل ته لېږلی وو، او ټاکل شوې وه چې هغه هم د ډېسېمبر پر۳۰مه د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شي خو اوس به مسید هم د ډېسېمبر پر ۳۱مه عدالت ته حاضرېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خیبر په باړه کې په یوه جلسه کې غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوی نیول شوي غړي ژر تر ژره خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG