د لاسرسي ځای

تازه خبر

د علي وزیر د ضمانت مقدمه بيا وځنډېده


علي وزیر
علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنگ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړ‎ي علي وزیر او د هغه سره په کراچۍ کې د نورو بندیانو په ضمانت د خوشې کېدو بلې اورېدنې لپاره د جنورۍ ۲۹مه ټاکل شوې ده. په کراچۍ کې یو عدالت دا پرېکړه د جنورۍ په ۲۷مه په يوه اورېدنه کې وکړه.

پر علي وزیر تور دی چې د پاکستان ریاست خلاف یې بغاوت کړی دی. خو د هغه وکيلان دا تورونه بې بنياده بولي او وايي د پاکستان د ایین ترمخه هر وګړی د بیان ازادي لري نو ځکه بايد پرې د غدارۍ مقدمې جوړې نه شي.

د علي وزیر وکیل قادر خان ايډوکېټ د جنورۍ په ۲۷مه، مشال ريډيو ته وویل چې پر هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې د تقریرو په بنياد مقدمه جوړه شوې او تقریرونه د ریاست خلاف بغاوت نه دی.

په يوه سیاسي جلسه کې تقریر کول د ریاست په وړاندې بغاوت نه دی. علي وزیر بايد پرېښودل شي
د علي وزیر وکيل، قادرخان

قادر خان د عدالت د اورېدنې په اړه زیاته کړه: ((سرکاري وکيل دعوه لري چې د علي وزير او د پي ټي اېم د نورو کسانو په ضد په مقدمه کې درياست خلاف يا د بغاوت د دفعې لګولو اجازه د سند حکومت کابینې ورکړې ده خو دا دوی چېلنج کړې ده ځکه چې د سند حکومت داسې هيڅ اجازت نه دی ورکړی.))

د سند حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي. ججانو د دیسمبر په شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د سهراب ګوټ جلسې ته د علي وزير او نورو کړې ويناګانې هم پر پراجيکټر وکتلې.

د همدغه تقریرونو په تور، د پاکستان قامي اسمبلۍ سپېکر، اسد قېصر له پارليمانه د علي وزیر د ویستلو لپاره د انتخاباتو کمېشن ته يو ليک هم لېږلی. د ټاکنو کمېشن ويلي چې په دغه اړه یې لا تر اوسه پرېکړه نه ده کړې. سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو ادارو دا کار غندلی دی.

د علي وزیر سره په کراچۍ کې بندي ملګري د تېر کال د دیسمبر پر ۱۸مه له هغه وروسته نیول شوي‌ وو چې د د نوموړي د نیول کېدو پرضد یې په کراچۍ کې احتجاج کاوه. علي وزیر د دیسمبر پر ۱۶مه په پېښور کې نيول شوی وو. هغه مهال د پېښور پولیسو ویلي چې علي وزیر یې د سند صوبې د پولیسو په غوښتنه، د سهراب ګوټ‌په جلسه کې د کړي تقریر په تړاو نیولی دی.

پولیسو پر هغه او ملګرو یې په دې جلسې کې د ریاست ضد د وینا او د خلکو د راپارولو تور پورې کړی دی. خو پښتون ژغورنې غورځنګ دا تور ردوي او وايي چې د سوله ییزې او قانوني مبارزې له لارې د پښتنو حقونه غواړي.

د دې غورځنګ پلويانو د علي وزیر د ګرفتارۍ پر ضد د هيواد په جلا جلا سيمو کي احتجاج هم کړی وو او د هغه د خوشی کولو غوښتنه کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزیر ګرفتارۍ ضد مظاهرې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00

XS
SM
MD
LG