د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان له اسرایلو پیسې اخیستې دي:مولانا فضل الرحمن


کراچۍ کې د جمعیت علمای اسلام ف اسرایل-ضد لاریون: ۲۰۲۱، ۲۱ جنوري
کراچۍ کې د جمعیت علمای اسلام ف اسرایل-ضد لاریون: ۲۰۲۱، ۲۱ جنوري

د پاکستان جمهوري تحریک مشر او د جمعیت علما اسلام امیر مولانا فضل الرحمان یو ځل بیا تور ولګاوه چې واکمن تحریک انصاف د ۲۰۱۸م کال د انتخاباتو لپاره له اسرایله پیسې ترلاسه کړې وې.

مولانا فضل الرحمان دا خبره بېګا په کراچۍ کې د خپل ګوند له خوا د فسطین په حق او د اسرایل پرضد یوې پراخې ولسي غونډې ته په وینا کې وکړه.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د تحریک انصاف خلاف د بهرنیو چندو روانه مقدمه یې ښکار ثبوت دی.

تحریک انصاف وايي، له بهره په ترلاسه کړو پیسو کې که ناقانونه کار شوی وي نو هغه د دوی په وینا په ایجنټانو پورې اړه لري.

پاکستان جمهوري تحریک د جنورۍ پر ۱۹مه هم په اسلام اباد کې د انتخاباتو ادارې مخې ته د دې لپاره احتجاج کړی وو چې ولې د تحریک انصاف پرضد د دې مقدمې پرېکړه نه کوي.

دې غونډې ته په پاکستان جمهوري تحریک کې د شاملو ګوندونو استازو هم ګډون او ویناوې وکړې.

د مسلم لیګ یوه مرکزي مشر او پخوا وزیر اعظم خاقان عباسي غونډې ته په وینا کې وویل چې اوسنی حکومت پر ولس تپل شوی دی او د بیان ازادي یې تر پښو لاندې کړې ده. خو حکومت د بیان ازادۍ باندې د پابندۍ لګولو تورونه بیا بیا رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG