د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب الله مسید درېیم تلین، کورنۍ یې انصاف غواړي


د نقیب الله مسید ورور شېر عالم مسید او وکیلانو یې پرېس کانفرنس کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م جنوري
د نقیب الله مسید ورور شېر عالم مسید او وکیلانو یې پرېس کانفرنس کوي: ۲۰۲۱، ۱۷م جنوري

په کراچۍ کې د وژلي وزیرستاني ځوان نقيب مسید کورنۍ او وکيلانو ویلي چې حکومت د هغه د وژنې پلټنې سنجیده نه دي اخیستې او نه یې قاتلانو ته سزا ورکړې.

د جنورۍ پر ۱۷مه (اتوار پرورځ) په کراچۍ پریس کلب کې د نقیب د درېیم تلین پر مهال د هغه ورور عالم شېر مسید مشال راډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې.

د نقیب الله مسید کورنۍ دا هم وايي، چې د هغه د وژنې د پېښې په اړه ګواهانو ته دړکې ورکړل شوي دي.

نوموړی د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې وژل شوی وو او پولیسو ویلي ول چې اصلي نوم یې نسیم الله دی او د تحریک طالبان پاکستان غړی دی.

د ملیر سیمې د پولیسو مشر راو انوار په مشری د پولیسو یوې ډلې نقیب مسید له وسله والو سره د اړیکو په تور وژلی وو خو پلټنو هغه بې ګناه ثابت کړ.

وروسته بیا د مسید د وژنې تور پر راو انوار ولګید خو هغه دا مهال په ضمانت خوشې دی.

انوار سیند عدالت ته خواست کړی چې عدالت ته له حاضریدو دې ورته استثنا ورکړل شي خو و نه منل شو.

د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه برتانیا د سيند صوبې پر پخواني پوليس افسر راو انوار د بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګولي ول او له عدالته لیرې وژنو او د بشري حقونو د سرغړوو په سر يې هغه هېواد ته سفري بندیزونه لګولي او که یې هلته شتمنۍ وي هغه به کنګلېږي.

برتانیا ويلي ول، راو انوار تر ۱۹۰ زياتو پوليس مقابلو کې ککړ وو چې پکې د پښتون ځوان نقيب مسید په ګډون تر ۴۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د نقیب الله مسید وژنې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه پارولي ول.

همدا راز د پاکستان په رسنیو کې هم په دې موضوع تر ډېره بحثونه کېدل. سپریم کورټ هم د دغې پېښې نوټس اخیستی او راو انور یې د پولیس افسرۍ له دندې ګوښه کړی وو.

د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ تر ۱۰مې، د قبایلي سیمو ځوانانو د مسید د وژنې، ماورای عدالت وژنو، ورکو کسانو او په قبایلي سیمو کې د ناامنیو پرضد په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو. د همدې ناستې پر مهال پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جوړ شو.

غورځنګ د نقیب مسید په وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه او بیا بیا احتجاجي غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG