د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د نقیب مسود د وژنې په تړاو د ګواهانو بیانونه غوښتي دي


د نقیب الله مسود يو ملاتړي د هغه تصویر راخیستی
د نقیب الله مسود يو ملاتړي د هغه تصویر راخیستی

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت د جنورۍ په ۲۸مه د نقيب الله مسود د وژنې په مقدمه کې پوليسو ته امر کړی چې په راتلونکې اوريدنه کې دې د ټولو ګواهانو بيانونه عدالت ته وړاندې کړي.

د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د ملير پوليسو پخوانی افسر راو انوار هم د دې اورېدنې په مهال په عدالت کې موجود وو.

نقيب الله مسود د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې د پوليسو لخوا تر ګرفتارېدو وروستو سره له دریو نورو کسانو وژل شوی وو. هغه وخت د ملير پوليسو دعوه کړې وه چې په پولیس مقابله کې یې ۴ ترهګر وژلې دي. خو وروسته د حکومت له خوا يوې تحقيقاتي کمټې پلټنې وکړه او وې ويل چې دا یوه جعلي پولیس مقابله وه.

د نقیب الله مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدین پهنور د جنورۍ په ۲۸مه مشال ريډيو ته وويل چې ۲ پوليس افسران د مقدمې اورېدنې پر مهال عدالت ته حاضر شول او د پېښې د ګواهۍ بيان ېې عدالت کې ريکارډ کړ. عدالت د مقدمې اوريدنه د فرورۍ تر ۱۱ مې وځنډوله.

د نقیب الله مسید کورنۍ د هغه د درېيم تلين د لمانځنې په موقع ويلي‌چې دوی په دې کېس کې د تورنو کسانو په نه سزا کېدو خفه دي.

د جنورۍ پر ۱۷مه په کراچۍ پریس کلب کې د هغه ورور عالم شېر مسید مشال راډیو ته وویل چې د پوځ مشر او نورو چارواکو ورسره د انصاف ژمنې کړې وې خو هغه یې نه دې پوره کړې. د هغه کورنۍ دا هم ويلي، چې د نوموړي د وژنې د پېښې په اړه ګواهانو ته ګواښونه شوي دي.

د مسید په وژنې تورن راو انوار دا مهال په ضمانت خوشې دی. انوار سند عدالت ته خواست کړی وو چې عدالت ته له حاضریدو دې ورته استثنا ورکړل شي خو و نه منل شو.

د ۲۰۲۰ز کال د دیسمبر پر ۱۰مه نېټه برتانیا پر راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګولي ول او د ماورای عدالت وژنو او د بشري حقونو د سرغړوو په سر يې هغه هېواد ته سفري بندیزونه لګولي. همداراز که یې هلته شتمنۍ وي هغه به کنګلېږي.

برتانیا ويلي وو، راو انوار تر ۱۹۰ زياتو پوليس مقابلو کې دخيل وو چې پکې د پښتون ځوان نقيب مسید په ګډون تر ۴۰۰ زيات کسان پکې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG