مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
چيف جسټس قیصر رشيد پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ ته حکم ورکړ چې پر ټيک ټاک دې د غيراخلاقي او غير قانوني موادو د خپرېدو مخه ونيسي.
په لسګونو روغتياپالو د مارچ پر ۳۱مه نېټه د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ومخته احتجاج وکړ او د خپلو غوښتنو په حق کې يې شعارونه ورکول.
په دې غونډه کې د شاوخوا ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو سازمانو استازي ګډون کوي.
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ويلي، د نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر غونډه وشوه چې پکې پريکړه شوې چې د کورونا وايرس زياتېدونکيو پېښو د مخنيوي لپاره به نور سخت ګاموونه اخيستل کېږي.
د مارچ ۱۲مې په ټاکنو کې د یوسف رضا ګېلاني او حکومتي اتحاد کانديد صادق سنجراڼي سيالي وه چې وروسته د نتیجو اعلانولو پر وخت پريزايډنګ افسر د ګېلاني اووه رايې رد کړې.
د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلته یې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې نور ۴۴ کسان مړه شوي دي چې ورسره د مړو ټوله شمیره ۱۳ زره ۸۴۳ ته رسیدلې ده.
د افغان دولتي پلاوي مشري به د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وکړي.
حکومتي وزیرانو تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.
د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل، نهه ګوندونه له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه سلا وو خو پيپلز ګوند تحفظات درلودل.
په کابل کې د امریکا سفارت د مشال راډيو افغانذ څانګې ته د دې خبر تصديق کړی دی.
د مارچ پر ۱۴مه په ميانمار کې د مظاهرو پر مهال امنېتي سرتيرو ۱۸ کسان ووژل.
چارواکيو د وبا د دريمې څپې ويره په داسې حال کې ښوولې چې په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په ۲۰۱۸ زکال کې د پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا کې تر ضم کېدو وروسته په دې سيمو کې د مځکو پر سر د قبيلو ترمنځ جګړو سر راپورته کړی دی.
پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي.
عدالت د دې مقدمې د اورېدنې لپاره د مارچ ۱۷مه نېټه ورکړې او امر يې کړې چې نور ګواهان دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي.
نور وښیئ