د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ له ټيک ټاک څخه بنديز ليرې کړ


د چيف جسټس پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ ته حکم ورړ چې پر ټک ټاک دې د 'غيراخلاقي او غير قانوني' موادو د خپرېدو مخه ونيسي.
د چيف جسټس پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټۍ ته حکم ورړ چې پر ټک ټاک دې د 'غيراخلاقي او غير قانوني' موادو د خپرېدو مخه ونيسي.

پېښور های کورټ د لنډو ويډ‌يوګانو خپرونکي اېپلیکېن ټيک ټاک باندې لګول شوی بندېز ختم کړی دی.

چيف جسټس قیصر رشيد د اپرېل پر لومړۍ نېټه د اورېدنې پر مهال د بنديز ليري کولو تر فیصلې وروسته پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټۍ ته حکم ورکړ چې پر ټک ټاک دې د 'غيراخلاقي او غير قانوني' موادو د خپرېدو مخه ونيسي.

د اورېدني پر مهال د ټيک ټاک پرضد د درخواست ورکوونکي وکيله ساره علي خان، د پي ټی اې مشران او نور اړونده چارواکي هم موجود ول.

د ټک ټاک د ويډ‌يوګانو د جاج اخيستو لپاره مو يو کس ټاکلی دی
پي ټي اې

چيف جسټس د پي ټي اې مشرانو ته دا هم وويل چې داسې يو نظام دې جوړ کړي چې له مخې يې په ټيک ټاک د ښه او بد ترمنځ فرق وشي او د ناوړه ويډيوګانو خپروونکيو خلاف کاروايي وشي.

د پي ټي تې مشر عامر عظيم باجوه عدالت ته وويل چې دوی به د هغو ويډ‌يوګانو جاج اخلي چې د ده په خبره 'غيراخلاقي' وي. هغه دا هم وويل چې په دې اړه دوی د ټک ټاک له چارواکيو سره په تماس کې دي.

د نوموړي په وينا، د دې کار لپاره يې يو کس هم ټاکلی دی چې پر ټک ټاک خپرېدونکې ويډيو ګانې وڅاري.

له دې وروسته عدالت وويل چې بله اورېدنه به د مې پر ۲۵ مه نېټه وي او د پي ټي اې مشرانو ته حکم ورکړ چې په اړه دې خپل تفصيلي رپورټ وړاندې کړي.

ټيک ټاک چارواکيو د عدالت تر فيصلې وروسته د اپرېل پر لومړۍ نېټه په بیان کې ويلي چې خوشاله دي چې په پاکستان خلک ټک ټاک ته بېرته لاسرسی لري.

بيان زياتوي چې ټيک ټاک ژمن دی چې د خوندي او مثبت انلاين موادو د یقینی کولو په خاطر خپل ټول اصول و ضوابط عملي کړي.

خوشاله يو چې په پاکستان کې خلک ټک ټاک ته بېرته لاسرسی لري
ټک ټاک چارواکي

د مارچ پر ۱۱مه نېټه پېښور های کورټ چيف جسټس د نازش علي او ساره مظفر له خو دا ورکړل شوي درخواست د اورېدنې پر مهال په پاکستان کې د ټيک ټاک پر فعاليت بندېز لګولی وو.

په درخواست کې ادعا شوې وه چې پر ټيک ټاک داسې ويډيوګانې خپرېږي چې هغه 'غير اخلاقي او غیر قانوني' دي.

خو د ډيجېټل حقونو فعالانو او تنظيمونو پر بنديز نيوکې کړې وې. خپله د ټيک ټاک کاروونکي هم د دې پرېکړې د بيرته اخيستو غوښتنه کړې وه. دوی دريځ درلود چې ټيک ټاک ټوکې ټکالې، معلوماتی او اصلاحي وېډیوګانې خپروي او څوک چې له اخلاقي حدودو وتلي ويډيوګانې جوړوي نو يوازې دې د هغوی ټيک ټاک بند کړل شي.

ټيک ټاک له وټس اېپ او فېسبوک وروسته درېيم زيات کارول کېدونکی اېپ دی. په پاکستان کې دا اېپ څه باندې ۳۹ مليونه ځله ډانلوډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG