د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا: د پاکستان په ځينې ښارونو کې سيمې تړل شوې


په پاکستان کې مشرانو ته د واکسين لګولو پړاو پيل شوی دی. عکس-ارشېف
په پاکستان کې مشرانو ته د واکسين لګولو پړاو پيل شوی دی. عکس-ارشېف

په پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر زياتېدو سره چارواکيو په ځينو ښارونو کې سمارټ لاکډاون اعلان کړی دی.

چارواکيو د وبا د دريمې څپې ويره په داسې حال کې ښوولې چې په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهيسې د ناروغانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

حکومت په اسلام اباد، پېښور، راولپنډۍ او لاهور په ګډون په ځينو نورو ښارونو کې د مارچ پر ۱۴مه نېټه سمارټ لاکډوان ولګاوه.

د پاکستان حکومت چې د فبرورۍ پر ۲۴ مه د کومو بندیزونو نرمولو اعلان کړی وو هغه یې هم بیرته اخیستی دی.

کووېډ-۱۹ وبا: انتظامیې د اسلام اباد ځینې برخې تړلي
کووېډ-۱۹ وبا: انتظامیې د اسلام اباد ځینې برخې تړلي

په دې هېواد کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وايرسه ۲۹ کسان مړه شوي دي او ۲۲۵۳ نور په اخته شوي دي. تازه شمېرې د پاکستان د صحت څانګې د مارچ پر ۱۵مه نېټه پر خپله ويب پاڼه ورکړې دي.

د چارواکيو په وينا، د کورونا له کبله د وژل شويو کسانو مجموعي شمېر ۱۳ زره پنځه سوه ته رسېدلی دی. له وايرسه شپږ لاکه ۷۰۰۰ څخه زيات کسان ناروغه شوي خو تر پينځه لکه ۷۲ زره پورې کسان ورڅخه رغېدلي هم دي.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي هم په کورونا وايرس اخته شوی دی. د هغه زوی اېمل ولي د مارچ پر ۱۴ مه نېټه پر ټويټر پاڼه ولیکل چې د پلار يې د کورونا ټېسټ نتيجه مثبته راغلې ده.

XS
SM
MD
LG