د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک له اسمبلیو پر استعفا سلا نه شو


Pakistan -- Baluchistan: Maulana Fazal Rehman presser in Quetta, 23Sep2013
Pakistan -- Baluchistan: Maulana Fazal Rehman presser in Quetta, 23Sep2013

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان وویل، نهه ګوندونه له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه سلا وو خو پيپلز ګوند تحفظات درلودل.

د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان اعلان وکړ چې له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه د پيپلز ګوند تر وروستۍ پرېکړې به د حکومت ضد اعلان شوی لانګ مارچ ځنډېدلی بلل کېږي.

مولانا فضل الرحمان دا اعلان د مارچ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د پاکستان جمهوري تحریک تر مهمه غونډه وروسته یو بیخي لنډې خبري غونډې ته وکړ.

نوموړي د معمول خلاف یوازې رسنیو ته هم دا اعلان وکړ او د غونډې له ځایه روان شو.

مولانا فضل الرحمان وویل، نهه ګوندونه له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه سلا وو خو پپلز ګوند تحفظات درلودل.

ده وویل چې پيپلز ګوند وخت غوښتی دی چې د ګوند له مرکزي مشرتابه سره سلا مشوره وکړي او هغوی ته دا وخت ورکړل شوی دی.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د پیپلز ګوند تر وروستۍ پرېکړې به د حکومت پرضد د مارچ له ۲۶مې اعلان شوی لانګ مارچ ځنډېدلی ګڼل کېږي.

د مولانا فضل الرحمان تر تګ وروسته د پاکستان مسلم لیګ نون مرستیالې مشرې مریم نواز رسنیو ته خبرې وکړې.

نوموړې هم پخلی وکړ چې پپلز ګوند د استعفاګانو په اړه وخت غوښتی دی او هغوی ته وخت ورکړل شوی دی.

د پیپلز ګوند مرکزي‌ مخکښ یوسف رضا ګېلاني‌ خبري غونډې ته وویل چې د ګوند مرکزي کونسل یې د استعفاګانو په حق کې نه وو نو دوی د پي ډي ایم‌ مشران په دې خبر کړي دي.

نوموړي‌ وویل چې ډېر زر به په دې اړه د پپلز ګوند د مشرتابه غونډه وشي.

مریم نواز دا تاثر رد کړ چې ګواکې په پاکستان جمهوري تحریک کې اختلافات دي.

دا په داسې حال ده چې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد - پاکستان جمهوري تحريک - په دې غونډه کې د مهمو پرېکړو تمه کېده.

د تحریک مشر مولانا فضل الرحمن د مارچ پر ۱۵مه په پېښور کې رسنیو ته وویل چې که له اسمبليانو استعفاګانې ورنکړل شي نو ښايې د حکومت پرضد کېدونکی لانګ مارچ ګټه ونلري.

پاکستان جمهوري تحریک د حکومت پرضد د مارچ له ۲۶مې د ملک له بېلا بېلو ښارونو د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ په نامه د لاریون اعلان کړی دی.

په تحریک کې شامل ټول ګوندونه پر لانګ مارچ سره متفق وو خو له اسمبلیو د استعفاګانو په اړه ټول ګوندونه وار له مخه په یوه خوله نه ښکارېدل.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام ترڅنګ د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند پاکستان مسلم لیګ نواز هم غواړي چې له اسمبلیو استعفاګانې ورکړل شي.

خو په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل او په سیند صوبه کې حکومت لرونکی پیپلز ګوند تر اوسه د استعفاګانو مخالف پاته شوی دی.

د یاد ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په وار وار ویلي چې له اسمبلیو استعفګانې ورکول باید وروستۍ لاره وي.

له لسو ګوندونو جوړ اپوزيشن اتحاد تور پورې کوي چې پوځ د ۲۰۱۸ زکال په ټول ټاکنو کې د درغلۍ له لارې عمران خان په واک کې راوستی وو.

دوی له وزيراعظم عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کوي. خو پوځ تل په ټاکنو کې د لاسوهنو تور رد کړی او د پاکستان انتخاباتي کميشن هم ټاکنې شفافه بللې دي.

پاکستان جمهوري تحریک د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو چې د اپوزېشن ۱۱ ګوندونه پکې شامل دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او اتحادیانو حکومت وايي چې د اپوزېشن ګوندونه یوازې د دې لپاره سره یو شوي دي‌ چې د خپلو مشرانو درغلۍ پټې کړي.

XS
SM
MD
LG