د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع وزیر له افغان ولسمشر سره لیده کاته کړي 


لوید اسټین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي.
لوید اسټین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټین د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې لوید اسټین د مارچ پر ۲۱ په نااعلان شوي سفر کابل ته ورسېدی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل چې دواړو مشرانو پر پایداره سولې هم بحث وکړ.

ده وویل، "په دې ملاقات کې دواړو لوریو پر تاوتریخوالي اندېښنه وښوده او د باعزته او پایداره سولې لپاره یې د افغانستان پر رامنځته شوې همغږۍ بحث وکړ."

نوموړي زیاته کړه چې دې مشرانو همدا رنګه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو مننه یې وکړه.

د امریکا دفاع وزیر تر دې مخکې په هندوستان کې و او هلته یې له خپل هندي سیال سره د هند او امریکا ترمنځ د پوځي همکاریو پر دوام خبرې وکړې.

لوید اسټین په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د طالبانو او واشنګټن د موافقې له مخې ټول امریکايي ځواکونه باید د مې میاشتې تر لومړیو له افغانستانه ووځي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، اداره یې تر نوامبر میاشتې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو غور کوي.

طالبانو بیا ټینګار کړی چې په دوحه کې د لاسلیک شوې موافقې له مخې باید امریکايي ځواکونه له ټاکلي مهالوېش سره سم له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG