د لاسرسي ځای

تازه خبر

ميانمار: "د نیول شوې مشرې ان سان سوچې عدالتي اورېدنه ځنډېدلې"


کرسټين شرېنر برګنر په بيان کې له نړيوالې ټولنې د ميانمار د خلکو او د هغوي د جمهوري هيلو سره د يو والي ښوولو غوښتنه کړې ده.

په ميانمار کې له واکه ليرې کړل شوې مشرې انګ سان سوچي د وکيلانو ډله وايي، د خراب انټر نيټ له امله د سوچي عدالتي اوريدنه ځنډول شوې ده.

د انګ سان سوچي د وکيل خين ماونګ زاو لخوا رويټرز خبري اژانس ته په تر لاسه شوي ويډيوي پيغام کې ويل شوي چې اوس به دا عدالتي اوريدنه ۹ ورځې ورسوته کېږي خو زیاتوي چې عدالت کې يوازې دوو ناتجربه کاره وکيلانو ته د سوچي د نمايندګۍ اجازه ورکړل شوې ده.

۷۵ اویا کلنه د امن نوبل جايزه ګټونکې انګ سان سوچي د فبرورې په لومړۍ نېټهد شوې پوځي کودتا وروسته په حراست کې ده.

په هغې د بې اسنادو وايرلېس ساتلو تر څنګ يو شمیر تورونه لګول شوي دي چې پکې د کورونا وبايي صورحال د بنديزونو خلاف ورزي ، د رابطو د ملکي قوانينو څخه سر غړونه او په ولس کې د ناقرارۍ خپرولو تورونه شامل دي. خو د سوچي پلویان وايي چې دا تورونه بې بنیاده دي

بل لور ته د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې په دغه هيواد کې د تيرې مياشتې د پوځي کودتا پرضد د مظاهرچیانو وژنه په کلکه غندلې ده.

د مارچ پر ۱۴مه په ميانمار کې د مظاهرو پر مهال امنېتي سرتيرو ۱۸ کسان ووژل.

کرسټين شرېنر برګنر په بيان کې له نړيوالې ټولنې د ميانمار د خلکو او د هغوي د جمهوري هيلو سره د يو والي ښوولو غوښتنه کړې ده.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، ۱۴ مظاهره چیان د ينګون ښار په یوه غریب­ مېشته سیمه کې وژل شوي او تر دې مخکې ۳ نور کسان د میانمار په نورو برخو کې وژل شوي وو.

حکومتي ټيليويژن وايي، د اخ و ډب پر مهال یو پولیس هم وژل شوی دی.

د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې چې پوځي کودتا شوې مظاهرې روانې دي. د مارچ ۱۴مه په دغه هېواد کې تر کودتا وروسته يو له خونړیو ورځو ګڼل کېږي.

شرېنر برګنر وایی د برما پوځ د زغم په هکله د نړیوالی ټولنی غوښتنه نه ده منلی او زياته يې کړه چې د طبي عملې پر ضد روان ظلم او ولسی بنیادونه ورانول، د سولې او ثبات لپاره هر ډول امکانات زيانمنوي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG