د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینې وايي طالبان درې میاشتني اوربند ته رضا شوي


سرچینې وايي، طالبان په مشروط ډول اوربند ته رضا شوي دي
سرچینې وايي، طالبان په مشروط ډول اوربند ته رضا شوي دي

یوې سرچینې چې په مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود، مشال راډیو ته ویلي چې طالبان امریکايانو سره په یو ډول لنډ مهالي اوربند سره سلا شوي دي.


دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې واخېستل شي، مشال راډیو ته ویلي، طالبانو امریکايانو سره په یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کې چې پر بنسټ به یې، دغه ډله تر درې میاشتو پورې د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي.

دا سرچینه وايي، له رسمي غونډې پرونۍ (د مارچ د ۱۹مې) غیر رسمي خبرې ښې وې.

د سرچینې په خبره، طالبانو ویلي که امریکایان د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه ونه ووځي سره له دې چې د دوحې هوکړه به پرځای وي، خو دوی به په دغو ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړي.

په مسکو کې طالب مشران د خبریالانو پوښتنې ځوابوي
په مسکو کې طالب مشران د خبریالانو پوښتنې ځوابوي

په ورته وخت کې په افغان پلاوي کې هم یوې سرچینې د نوم او پېژندنې په خوندیتوب سره مشال راډیو ته ویلي چې طالبانو دا وړاندیزونه د دوو شرطونو په بدل کې مطرح کړي دي.

لومړی دا چې د دوی ۷۰۰۰ بندیان باید له بنده خوشې شي او دوهم دا چې د دوی د مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وایستل شي.

خو طالبانو تراوسه مشال راډیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مسکو خبرو کې افغان پلاوي هم ګډون وکړ
د مسکو خبرو کې افغان پلاوي هم ګډون وکړ

د مسکو عونډه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازو په ګډون د مارچ په ۱۸مه نېټه جوړه شوه چې د افغان حکومت او طالبانو پلاوو هم په کې ګډون کړی و.
تراوسه د افغانستان د دولت رسمي سرچینو او دغه راز خپله طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو دوه ورځنۍ غونډه د مارچ پر ۱۹مه پای ته ورسېده او افغان پلاوی د هماغې ورځې په پای کې بیرته کابل ته ستون شو.

تر دې وړاندې داسې راپورنه وو چې افغان حکومت او طالبان په ماسکو کې د سولې خبرو په ګړندۍ کولو سلا شوي دي. يوه لوړ پوړي افغان چارواکی ویلي وو، حکومت او طالبان پر دې سلا شوي چې د لسيزو جګړې ختمولو په هدف د سولې خبرو د ګړندۍ کولو يوه هڅه وکړي.

د مسکو کانفرانس یوه څنډه
د مسکو کانفرانس یوه څنډه

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مارچ پر ۱۹مه، د روسيې ريا خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې له طالبانو سره په غونډه کې دوی په کومو مشخصو مسايلو خبرې نه دي کړي.

خو نوموړی وايي چې افغان حکومتي ډلې د سولې پروسې ګړندۍ کولو لپاره چمتووالی وښود او طالبان هم په دې نظر وو چې دا خبرې باید چټکې شي.

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر اساس باید امریکايي ځواکونه د روان کال د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه ووځي. خو بل پلو امریکايي چارواکو ویلي، دا کار کېدای شي وځنډېږي. پخپله د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ په یو بیان کې ویلي وو، کېدای شي د هغوی د ځواکونو بهیر د روان کال تر نومبره وځنډېږي.

په مسکو کې د ياد نړيوال کانفرنس هدف، د تېر کال په سپټمبر مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د درېدلو خبرو بیا پیلول دي. هغه مهال خبرې وروسته له هغې ځنډېدلې وې چې افغان حکومت د طالبانو پر کړنلاره سخت اعتراض وکړ او ویې ویل، وسله والو د تشدد درولو لپاره ډېر لږ څه کړي دي.

د مسکو کانفرانس کې د ځینو بهرنیو هیوادونو استازو هم ګډون کړی و
د مسکو کانفرانس کې د ځینو بهرنیو هیوادونو استازو هم ګډون کړی و

په ۱۸م مارچ د ماسکو له نړيوال کنفرانسه وروسته په خپور شوي ګډ بيان کې امریکا، روسیې، چین او پاکستان د افغان جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د جنګ ختمولو لپاره دې سمدستي پر بنيادي مسلو مذاکرات وکړي. یادو هیوادونو په خپله ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو امارات له بیا راتګ سره مخالفت وښود. په دې اعلامیه په افغانستان کې له ښکېلو خواوو غوښتي دي چې سمدستي اوربند وکړي.

د روس په پلازمېنه مسکو کې د افغان سولې د خبرو په پای کې دغو هېوادونو په ګډ بیان کې د جګړې دواړو لوریو ته بلنه ورکړې چې د سولې تړون وکړي.

په دې بیان کې له طالبانو او حکومتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې له شخړو لاس واخلي او له طالبانو هیله شوې ده چې په پسرلي او اوړي کې پوځي عملیات اعلان نه کړي.

دغو څلورو هېوادو دا ژمنه هم کړې ده، که په افغانستان کې سوله وشي دوی به یې اقتصادي او سیاسي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG