د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون کوي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورتر د مارچ پر ۱۵مه ناوخته په یوه خبري غونډه کې د مسکو په کنفرانس کې د خلیلزاد د ګډون خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورتر د مارچ پر ۱۵مه ناوخته په یوه خبري غونډه کې د مسکو په کنفرانس کې د خلیلزاد د ګډون خبر ورکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورتر د مارچ پر ۱۵مه ناوخته په یوه خبري غونډه کې د مسکو په کنفرانس کې د خلیلزاد د ګډون خبر ورکړ.

نوموړې وویل، د مسکو غونډه د هغو نړیوالو هڅو تکمیلوونکې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ برخه کې کار کوي او ښيي چې نړیواله ټولنه دې برخه کې تر دې دمه د شوي پرمختګ په برخه کې اندېښمن دي.

د مسکو په غونډه کې د زلمي خلیلزاد د ګډون پلان ښيي چې امریکا او روسیه چې دواړه په افغانستان کې د یوه لنډمهاله حکومت جوړېدل غواړي په نورو برخو کې له ژور اختلاف سره سره ښايي په افغانستان کې د سولې په برخه کې په ګډه کار وکړي.

افغان حکومت او طالبانو هم په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې.

د افغان دولتي پلاوي مشري به د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وکړي.

په پام کې ده چې دغه غونډه د مارچ پر ۱۸مه د روسیې په کوربتوب د یاد هیواد په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یوه چارواکي په مسکو کې جوړېدونکې غونډه د افغانستان د سولې پروسې د چټکتیا او برخلیک ټاکلو لپاره مهمه وبلله.

د ملي مصالحې عالي شورا د سلاکارانو د بورډ غړي سید ظاهر مطهري، د مارچ پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو سره په خبرو کې دغه غونډه د سولې لپاره یو فرصت وباله.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۰ کسیز پلاوی هم د مسکو غونډه کې ګډون کوي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانتوني بلېنکن په غوښتنه د افغانستان د روانې کشالې د ښکېلو لوریو ترمنځ راروانه میلادي میاشت په استانبول کې هم غونډه جوړېږي.

د دغو غونډو د جوړولو هدف په افغانستان کې د دایمي اوربند پر امکاناتو بحث، د سولې پروسې چټکتیا او دې پروسه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول ښوول شوي دي.

XS
SM
MD
LG