د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا: نرسانو د غوښتنو منل کېدو وروسته احتجاج ختم کړی


د خبېر پښتونخوا نرسانې پر احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:54 0:00

د خبېر پښتونخوا نرسانې پر احتجاج دي

د حکومت له خوا د غوښتنو تر منل کېدو وروسته د صوبې ښځينه صحي کارمندانو احتجاج ختم کړی دی.

په لسګونو نرسانو يا صحې کارمندانو د مارچ پر ۳۱مه نېټه د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ ومخته احتجاج وکړ او د خپلو غوښتنو په حق کې يې شعارونه ورکول.

وروسته د روغتياپالو سازمان خبرپاڼه خپره کړه چې مشال راډيو ته هم ترلاسه شوې ده چې پکې ويل شوي چې تر غوښتنو منلو وروسته يې احتجاج ختم کړی دی. په بيان کې زیاته شوې چې د دوی ۱۰ سره غوښتنې منل شوې دي.

دوی غوښتنه کوله چې نوکریانې لپاره دې يې سم انتظامي چوکاټ وټاکل شي، د لازمي رخصتيو په صورت کې ددوی له معاشه پیسې نه ګرځول کېږي، اجازه دې ورکړل شي چې په محدوده پېمانه په پېسو په ذاتي حېثېت کې کار وکړي، د سکېل په حساب دې اضافي الاوینس ورکړل شي او د دوی تربیتي سېټونه دې له ۱۰۰ څخه ۱۰۰۰ کړل شي او د دې تربیتي کار لپاره دې ۵۰ زره وظيفه وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG