د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې لپاره د امریکا نوې طرحه هر اړخیزه ده: پاکستان


د افغانستان او پاکستان بیرغونه. ارشیف-انځور
د افغانستان او پاکستان بیرغونه. ارشیف-انځور

پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، هغه پروسه چې امریکا یې طرح د راروانو څو اوونیو او میاشتو په مخه چمتو کړې، هدف‌ یې د سیاسي حل‌لارې پرمختګ دی، خو خان په عین حال کې د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان د جګړې د ښکېلو کورنیو اړخونو ونډه ټاکونکې او مهمه وبلله.

احمد خان زیاتوي: "موږ باور لرو چې دا طرح د بین‌الافغاني خبرو لپاره یو هر اړخیز چوکاټ لري، خو دا چې په دې طرحو کې د افغانستان د سیاسي راتلونکې، سیاسي جوړښت او د یوه هر اړخیز او دایمي اوربند له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه د لارې نقشه وړاندې کېږي، پر دې ټولو باید په بین‌الافغاني خبرو کې موافقه وشي."

کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

منصور احمد خان وویل چې پاکستان په تېرو ۴۰ کلونو کې نه‌ یوازې د طالبانو، بلکې د ټولو افغانانو مېلمه پالنه کړې ده، خو هغه ټینګار وکړ چې اسلام‌اباد پر طالب مشرانو هومره نفوذ نه‌لري چې فشار پرې راوړي.

د پاکستان سفیر وايي چې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره په ترکیه او روسیه کې په راروانو غونډو کې پاکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده او یادونه‌یې وکړه چې هېواد به‌یې په ډېره لېوالتیا برخه په‌کې واخلي.

په داسې حال کې چې په ترکیه او روسیه کې د غونډو د جوړېدو بحثونه تاوده دي، پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې غونډو لپاره د جدي تیاریو غوښتنه کړې.

کرزي د مارچ پر ۱۱مه له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې همداراز وویل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې باید دوام وکړي څو ښکېل اړخونه‌یې نتیجه د استانبول په غونډه کې، که څه هم دقیقه نېټه‌یې تر اوسه نه‌ده روښانه شوې وویني، خو پخواني ولسمشر په عین حال کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د پای ته رسولو یا دوام په برخه کې مسؤلانه پرېکړې وکړي.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی

کرزی وايي: "دا د امریکا او د متحدانو لپاره‌یې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې ښکېل وو، خورا زیاته مهمه ده چې مسولانه عمل وکړي، نو د افغانستان د سولې لپاره مسولانه وتل او مسولانه پاتې کېدل، هغه مسایل دي چې موږ باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته په پام سره په دقت سره غور پرې وکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅو کې د افغانستان د ګاونديو هېوادونو او ملګرو ملتونو ونډه پراخه شي، خو انتوني بلېنکن دا یادونه هم کړې چې امریکا تر دې دمه له افغانستانه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو په برخه کې وروستۍ پرېکړه نه‌ ده کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG