د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر او زلمي خليلزاد د افغان سولې په اړه خبرې کړي


کابل ته له رسېدو سره سم خليلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل او دواړو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. عکس-ارشېف
کابل ته له رسېدو سره سم خليلزاد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل او دواړو د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. عکس-ارشېف

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مارچ پر ۱۵ مه کابل ته رسېدلی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت د مشال راډيو افغان څانګې ته د دې خبر تصديق کړی دی.

نوموړی په داسې حال کې کابل ته تللی چې د افغان سولې په اړه مسکو کې جوړیدونکې غونډې ته دری ورځې پاتي دی.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ ۱۵ مې مازدیګر په ارګ کې له ښاغلي خلیلزاد سره ملاقات کړی چې پکې خليلزاد د خپلو وروستیو سفرونو او فعالیتونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل او له دې سره سره دواړو د سولې بهیر د راتلونکو اقداماتو په اړه هم خبرې کړې دي.

یو شمېر رسنیو بیا ویلي، ښاغلي خلیلزاد د ملي مصالحې دعالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.

زلمي خليلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو وروستيو سفرونو او فعاليتونو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل
جمهوري رياست

تر اوسه د دې ناستې د نورو جزیاتو په اړه معلومات نشته.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر منلي چې په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناستې کې به ګډون کوي.

د دې دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، د ملابرادر په مشرۍ به ۱۰ کسیز پلاوی د مسکو په ناستې کې ګډون وکړي.

خو طالبانو د استنبول په غونډه کې د ګډون په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دا هم ویلي، د مارچ پر ۱۴ مه په قطر کې د زلمي خلیل زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي، د ملا برادر په مشرۍ د طالب ډلې، د قطر د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر تر منځ یو درې اړخیزه غونډه هم شوې چې پکې د دوحې د هوکړې پر عملي کولو، د افغانستان پر وضیعت او د بین الافغاني خبرو د دوام په اړه خبرې وشوې.

د ملابرادر په مشرۍ ۱۰ کسیز طالب پلاوی به د مسکو په ناستې کې ګډون کوي
محمد نعيم

طالبان داسې مهال د مسکو په غونډه کې خپل ګډون اعلانوي چې افغان حکومت هم منلي چې د افغان سولې په اړه د مسکو او ترکیې په ناستو کې ګډون کوي خو لا تراوسه یې خپل پلاوی نه دی ټاکلی.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ ویلي وو چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې کار کوي چې په یادو ناستو کې د ګډونوالو کچه معلومه کړې.

د مسکو ناستې د مارچ پر ۱۸ او د استنبول غونډه د مارچ پر ۲۷ نېټه جوړېږي.

XS
SM
MD
LG