د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د انتخاباتي کمیشن له مشره د استعفا غوښتنه کړې


انتخاباتي کميشن په پنځو غړو مشتمل دی چې مشري يې سکندر سلطان راجه کوي.

حکومتي‌ وزیرانو تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.

د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود، د اطلاعاتو وزير شبلي فراز او د ساينس اېنډ ټېکنالوجۍ وزير فواد چوهدري دا غوښتنه د مارچ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وکړه.

دوی تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.

په دې انتخاباتو کې د اپوزيشن اتحاد کانديد يوسف رضا ګېلاني حکومتي امېدوار حفيظ شېخ ته ماتې ورکړې وه چې له دې وروسته وزيراعظم عمران خان هم پر انتخاباتي کميشن نيوکې کړې وې.

خو کميشن په ځوابي بيان کې ويلی ول چې تر هیڅ فشار لاندې راغلی نه دی او نه به هم په مستقبل کې راشي.

عمران خان ته په اشاره سره په بيان کې ويل شوي ول چې کمیشن د هيچا د خوشالولو لپاره ايين او قانون له پامه نشي غورځولای.

حکومت دا تور پورې کوي چې اپوزيشن د سېنېټ په ټاکنو کې پيسې کارولې وې خو مخالفه ګوندونه دا تور ردوي.

انتخاباتي کميشن په پنځو غړو مشتمل دی چې مشري يې سکندر سلطان راجه کوي.

په پاکستان کې د سېنېټ ۴۸ څوکیو تر څنګ د سېنېټ د مشر او د هغه د مرسیتال ټاکلو لپاره تر سره شویو انتخاباتو د حکومت او اپوزېشن ترمنځ تاوتریخوالی لا زیات شوی دی.

د اپوزېشن ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د مارچ پر درېمه د اسلام اباد پر مهمه چوکۍ حکومت امېدوار ته ماته ورکړه خو حکومتي کاندیدانو بیا د سېنېټ د مشر او مرستیال چوکۍ له اپوزېشن څخه وګټلې.

دواړې خواوې یو پر بل تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې یې د بریا لپاره په پراخه کچه پیسې لګولې دي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم د پاکستان د سېنېټ د انتخاباتو پر مهال حکومت او اپوزېشن پر یو بل د درغلیو تورونه پورې کړي دی.

XS
SM
MD
LG