د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیا زړه-استنبول پروسې کنفرانس په تاجکستان کې پیل شو


افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته رسېدلی دی. 
افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته رسېدلی دی. 

د اسیا زړه-استانبول پروسې کنفرانس د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیل شو.

دا د یادې پروسې نهمه غونډه ده چې د سولې او پرمختګ لپاره د همغږۍ د پیاوړتیا په نوم جوړېږي.

افغان ولسمشر اشرف غني او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن به هم په دویمه ورځ ورته ویناوې وکړي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن دوشنبې ته رسېدلی دی.

په دې غونډه کې د شاوخوا ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو سازمانو استازي ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښودلې چې دا غونډه به د افغان سولې لپاره د سیمه ‌ییزې همغږۍ له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې له دې غونډې موخه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ په سلسله کې د همغږۍ پیاوړي کول دي.

ده زیاته کړه چې د یادې غونډې په هدف کې د سیمې د هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پراختیا هم شامله ده.

د اسیا زړه-استانبول پروسه د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د کابل او انقرې په نوښت رامنځته شوې وه.

د یادې پروسې دا سږنۍ غونډه ‌په داسې مهال جوړېږي چې په پام کې ده په راروانه اپرېل میاشت کې استانبول د افغان سولې د یوې بلې مهمې غونډې کوربه وي.

XS
SM
MD
LG