د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز پارټۍ د سېنېټ مشر ټاکنې په عدالت کې چېلنج کړې


پيپلز ګوند له عدالته خواست کړی، د سېنټ چېرمېن ټاکنو په اړه دې د پريزايډینګ افسر فیصله ناقانونه وګرځوي. عکس-ارشېف
پيپلز ګوند له عدالته خواست کړی، د سېنټ چېرمېن ټاکنو په اړه دې د پريزايډینګ افسر فیصله ناقانونه وګرځوي. عکس-ارشېف

پاکستان پيپلز ګوند د سېنېټ مشر ټاکنې په اسلام اباد های کورټ کې چېلنج کړې دي.

د پاکستان ډان او جيو ټيليويژنونه خبر ورکړی چې د پيپلز ګوند يو مخکښ سېنېټر فاروق اېچ نايک د يوسف رضا ګېلاني له خوا د مارچ پر ۲۲ مه عدالت ته درخواست ورکړ چې پکې ويل شوي چې د سېنېټ د مشر په ټاګنو کې د مخالف ګوندونو د کانديد يوسف رضا ګېلاني اووه رايې په غېر قانونې توګه رد کړل شوې وي. نوموړي خواست کړی چې د رايو ردولو په اړه دې د پريزايډینګ افسر مظفر علي شاه پرېکړه ناقانونه وګرځوي او يوسف رضا ګيلاني دې د سېنېټ چيرمېن اعلان کړي.

د مارچ ۱۲مې په ټاکنو کې د یوسف رضا ګېلاني او حکومتي اتحاد کانديد صادق سنجراڼي سيالي وه چې وروسته د نتیجو اعلانولو پر وخت پريزايډینګ افسر د ګیلاني اووه رايې رد کړې. د هغه دريځ وو چې رای ورکوونکيو د ووټ پر پرچۍ غلط ځای مهر لګولی دی خو اپوزيشن اتحاد وايي چې مهرونه له انتخابي اصولو سره سم د ګیلاني پر نوم لګول شوی وو.

دوی پر مظفر علي شاه د تعصب تور پورې کړ چې په وينا يې د هغه تړاو له واکمن ګوند تحريک انصاف سره دی. پيپلز پارټۍ هغه وخت ويلي ول چې دا ټاکنې به په عدالت کې چېلنجوي.

په ټاکنو کې يوسف رضا ګېلاني ۴۲ او سنجراڼي ۴۸ رايې اخيستې وې. د ګېلاني اووه رایې رد شوې وې.

XS
SM
MD
LG