د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان د بندېزونو لا سختولو فیصله کړې ده


د کراچۍ پوليسو د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر د عبدالله شاه غازي مزار ته تلونکې لار تړلې ده.عکس-ارشېف
د کراچۍ پوليسو د کورونا وبا د مخنيوي په خاطر د عبدالله شاه غازي مزار ته تلونکې لار تړلې ده.عکس-ارشېف

د پاکستان حکومت د کورونا وبا درېمې څپې ته په پام سره له مخه لګول شويو بندېزونو د لا سختولو پرېکړه کړې ده.

د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر د مارچ پر ۲۲مه په ټويټر ليکلي چې (نن دوشنبه) په اسلام اباد کې د نېشنل کمانډ اپرېشن سېنټر (اېن سي او سي) غونډه وشوه چې پکې پريکړه شوې چې د کورونا وايرس زياتېدونکيو پېښو د مخنيوي لپاره به نور سخت ګاموونه اخيستل کېږي.

نوموړي د لا سختو بندېزونو په اړه تفصيل نه دی ورکړی البته زياته کړې يې ده چې د څلور واړه صوبو او اسلام آباد انتظامیي ته يې حکم شوی دی چې څوک هم په احتیاطي لارښوونو عمل نه کوي د هغوي پر ضد دې قانوني ګام پورته کړي.

په پاکستان کې د مارچ پر ۲۲ مه په تېرو ۲۴ ګنټو کې له کورونا وايرسه ۲۰ نور کسان مړه شوي دي. د دې هېواد د صحت څانګې ويلي چې له تازه مړيو سره د وبا له کبله د وژل شويو شمېر ۱۳ زره ۸۶۳ ته رسيدلی دی.

XS
SM
MD
LG