د لاسرسي ځای

تازه خبر

د توکمپالنې خلاف مبارزه کوو: بایډن


بايډن وايي،د نفرت او تشدد خلاف باید خلک غږ پورته کړي، غلي پاتې کېدل د نفرت خپروونکو سره د مرستې مانا ورکوي.
بايډن وايي،د نفرت او تشدد خلاف باید خلک غږ پورته کړي، غلي پاتې کېدل د نفرت خپروونکو سره د مرستې مانا ورکوي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن او د هغه مرستيالې کاملا هېرس له توکمپالنې سره د مبارزې کولو هوډ څرګند کړی.

جو بايډن او کاملا هېرس د مارچ په ۱۹مه د اټلانټا ښار د دلاسا کولو هڅه او توکمپالنې غندنه څو وروځې وروسته له هغې کړې چې يو وسله وال تن د شپږو اسيايې ښځو په ګډون اته کسان د مساج په درېو ځايونو کې ووژل.

د مارچ پر ۱۶مه د اټلانټا ښار په حمامونو ډزې شوې وې
د مارچ پر ۱۶مه د اټلانټا ښار په حمامونو ډزې شوې وې

په جورجيا ايالت کې د امريکايۍ/اسيايۍ ټولنې له مشرانو سره تر خبرو وروسته بايډن په يو لنډه وينا کې وويل، په امريکا کې نفرت او تشدد اکثره له خاموشۍ سره مخ شوی خو د هغه په وینا دا دود بايد چې بدل شي ځکه غلی پاتې کېدل له نفرت او تشدد سره د شراکت مانا ورکوي او امریکایان باید داسې ونه کړي. نوموړي زياته کړه چې په امریکا کې، د اسيايانو ځورونه او پرضد يې تشدد ډېر زيات شوی دی.

يادې وژنې په امريکا کې داسې بحثونه راپورته کړي چې پر نسل، جنس، د کډوالو پر کار او جنسي کارونو راڅرخي. قانون پلې کوونکې ادارې وايي داسې نه ښکاري نه چې د پېښې تر شا لاس لرونکي ۲۱ کلن سپین پوستي رابرټ آرون لانګ به له دې کبله دغه ښځې په نښه کړي چې ګينې دا اسيايۍ وې خو پلټونکي پکې د توکمپالنې عنصر نه ردوي.

پولیس د یو حمام مخې ته ولاړ دي
پولیس د یو حمام مخې ته ولاړ دي

د اې پي او واشنګټن پوسټ رسنيو ترمخه په يادو درو مساج ځايونو کې لږ تر لږه دوه مخکې انلاين سېکس فورمونو او پوليسو د جسني کارونو لپاره جوړ ځايونه بللي وو.

لانګ پوليسو ته وېلي دي چې جنسي عاديتوب تشدد کولو ته مجبوره کړ.

د مارچ پر ۱۶مه، د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار او هغه ته څېرمه د ډزو په درې جلا جلا پېښو کې اته تنه وژل شوي وو. د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د دغو پېښو په تړاو یو ۲۱ کلن تورن کس د اتلانتا په ۲۴۰ کیلومټرۍ کې نیول شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG