د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د نقيب الله مسيد د وژنې په تور د دوو پوليس افسرانو ضمانت رد کړ


د نقیب مسود وژنې خلاف په افغانستان او پاکستان کې لسګونه مظاهرې شوي.
د نقیب مسود وژنې خلاف په افغانستان او پاکستان کې لسګونه مظاهرې شوي.

په کراچۍ کې د تر هګرې ضد عدالت د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسيد په وژنه کې د تورنو دوو پوليس افسرانو محمد انار او محمد فيصل په ضمانت د خوشې کېدو غوښتنه رد کړې ده.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور د مارچ پر ۱۱مه له عدالتي اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې عدالت ته درې ګواهان وړاندې شول او هغوی ګواهي ورکړه چې دوی د پوليسو لخوا د نقيب مسود د نيولو پر وخت مو جود ول.

عدالت د دې مقدمې د اورېدنې لپاره د مارچ ۱۷مه نېټه ورکړ‎ې او امر يې کړې چې نور ګواهان دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي.

له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ مياشت کې په کراچي کې پوليسو نيولی و او له ځينو نورو کسانو سره يې يو ځای وژلی و.

هغه وخت د دې ښار د ملير پوليسو پخواني افسر راو انور دعوه کړې وه چې له پوليسو سره يې په مقابله کې څلور ترهګر وژلي خو د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې دغه مقابله جعلي بللې وه.

د نقيب الله مسود د وژنې په مقدمه کې راو انوار او درې نور پوليس والا په ضمانت خوشې دي، ځينې په جيل کې دي او ځينې پخواني پوليس افسران او سپاهيان بيا له دريو کلونو راهيسې مفرور دي.

XS
SM
MD
LG