مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
دا چاودنه چې کابل ښار وزير محمد اکبر خان جومات ته څېرمه شوې وه د طالبانو د کابل امنيه قوماندانۍ وياند یې په اړه وايي، په ياده چاودنه کې اووه کسان وژل شوي او ۴۱ نور ژوبل شوي دي.
عدالت چې کله عمران خان ته د خبرو اجازه ورکړه نو هغه وويل چې په تېره اورېدنه کې يې غوښتل چې خبرې وکړي خو اجازه ور نه کړل شوه.
په پاکستان کې د جون له ۱۴مې راهيسې بارانونو او سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ د دې هېواد په لکونو جريبه مځکه ولاړ فصلونه تباه کړي دي.
نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وينا پر وخت وويل چې د پاکستان ډېرې برخې تر سېلابي اوبو لاندې دي چې دا د چاپېريال د تودوخې د ستونزې يو مثال دی.
د پولیسو او امنیتي ادارې دوو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د شنبې یا خالي شپې مهال په ایدکو (عیدکو) کې شوې او دا چې درېیم مشکوک هدفي بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.
بلاول بوټو دا ادعا د ازبکستان په سمرقند کې له شانګهای غونډې وروسته یو شمېر رسنیو ته په خبرو کې کړې ده.
جیک سالیوان، مشاور امنیت ملی کاخ سفید روز جمعه از مرگ مهسا امینی ۲۲ ساله سه روز پس از بازداشت به دست عوامل گشت ارشاد » عمیقا ابراز نگرانی کرده است.
ټاکل شوې وه چې پر نهو حلقو ضمني انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۵مه وشي خو کمېشن د سېپټېمبر پر اتمه تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې د بارانونو او لویو سېلابونو له وجې لارې او سړکونه او انفراسټرکچر ته خورا زیات تاوان رسېدلی
د پرلت یو مشر وايي، له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د وسله والو د لټون لپاره دې د چاپو پر مهال ځايي خلک نه ځوروي او بېګناه کسان به نه نیسي.
په خيبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشرې ارزو خان پر فېسبوک ليکلي چې د سپټمبر پر ۱۰مه د پېښور پر دلازاک سړک په شوې حمله کې ډولفېن ایان، نینا خان، ظهور او حسینه خان تر څنګ د هغوی ډرېور ژوبل شوی دی.
طالبانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو هغه ښوونځي بېرته وتړل چې دوه اوونۍ مخکې پرانیستل شوي وو.
د سیمې یو ځايي خبریال د سېپټمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، د تحصیل چیرمین صدام حسین خان بیټنی، تېرماښام، په یوه قافله کې روان وو چې د ټانک د ګل امام تاڼې سره نږدې دره کې پرې برید ترسره شوی دی.
بکېنګهم ماڼۍ د ملکې دویمې الېزابېت د مړینې خبر اعلان کړ او ویې ویل چې، زوی یې ۷۳ کلن چارلس د ملکې له مړیني سمدستي وروسته د برتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړه.
د اسلام اباد های کورټ پر پینځو قاضيانو مشتملې جرګګۍ د سېپټېمبر پر اتمه نېټه د چیف جسټیس اطهر من الله په مشرۍ کې پر عمران خان د جوړې شوې مقدمې اورېدنه وکړه.
د امریکا د دفاع وزات د دفاعي امنیت همکاریو ادارې (ډيفنس سيکيورټي کواوپرېشن ایجسني) هم په دې اړه پر ووبپاڼه په بیان کې ويلي چې مطلوبه تصدیقنامه (سرټيفيکېشن) یې ورکړی او د سېپټېمبر پر اوومه یې کانګرس هم له دې اقدامه خبر کړی دی.
د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي.
د قدرتي ناورينونو پر وړاندې مبارزې ملي ادارې (پي ډي اېم اې) د سېټېمبر پر اوومه نېټه په خپل ورځني راپور کې ويلي چې سېلابونو ۱۷ لاکه او ۱۲،۰۰۰کورونه هم وران کړي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي چې په بویه سیمه کې د مشکوکو وسله والو پرضد د عملیاتو پر مهال نښته شوې چې له کبله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ