د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ پر ۸ څوکیو د ضمني انتخاباتو نېټه اعلان کړه


کمېشن ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ په اتو حلقو کې ضمني انتخابات د اکتوبر په نیمايي کې کوي - پخوانی انځور.
کمېشن ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ په اتو حلقو کې ضمني انتخابات د اکتوبر په نیمايي کې کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي دي چې د قامي اسمبلۍ د اتو خالي څوکیو ډکولو لپاره ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۱۶مه کوي.

کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۴مه تر غونډې وروسته په بیان کې ویلي دي چې د چارسدې، مردان، پېښور، کورمې، فیصل اباد او ننکانه صاحب پر یوې، یوې حلقې او د کراچۍ په دوو حلقو کې د قامي اسمبلۍ د اتو څوکیو ډکولو لپاره انتخابات کوي.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې پر نهو حلقو ضمني انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۵مه وشي خو کمېشن د سېپټېمبر پر اتمه تر غونډې وروسته په بیان کې وویل چې د بارانونو او لویو سېلابونو له وجې لارې او سړکونه او انفراسټرکچر ته خورا زیات تاوان رسېدلی او پولیس، پوځ، د رېنجرز ځواک، کانسټیبلري ځواک او انتظامي چارواکي د بحالۍ، مرستو او ناروغیو مخنیوي په چارو کې مصروف دي نو ځکه په سېپټېمبر کې پر ټاکلې نېټه انتخابات نه شي کولای.

د پاکستان تحریک انصاف یو سیاستوال او د کراچۍ له لیارۍ څخه قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په سېپټېمبر کې اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې پکې یې ویلي چې ده د پارلېمان له څوکۍ استعفا نه وه ورکړې او دا چې د ګوند مرکزي دفتر د قامي اسمبلۍ د ۱۲۳ غړو استعفالیکونه تیار کړي ول. همدا لامل دی چې انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۲مه په بیان کې وویل چې د نوموړي د قضیې په اړه تر پرېکړې پورې د کراچۍ په درېیمه حلقه کې انتخابات نه کوي.

د جولای پر ۲۸مه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پروېز اشرف د تحریک انصاف د ۱۱ غړو استعفاګانې منظور کړې وې. له هغو څخه یې دوه پر ځانګړو څوکیو قامي اسمبلۍ ته منتخب شوي ول، نو ځکه هغه مهال کمېشن یوازې پر نهو څوکیو د انتخاباتو اعلان کړی وو.

د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه یې ۱۷۴ غړو پر عمران خان د بې باورۍ رایه ورکړه او هغه یې د وزیراعظمۍ له دندې لیرې کړ.

تر دې یوه ورځ وروسته، د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مشرۍ د ګوند پارلېماني استازو په غونډه کې پرېکړه کړې وه چې په قامي اسمبلۍ کې به یې ټول غړي استعفا ورکوي.

خو د پاکستان د قامي اسمبلۍ د هغه وخت مرستیال مشر (سپیکر) قاسم سوري ویلي ول چې د "لنډمهالي سپیکر په حیث" یې د تحریک انصاف ګوند "د ۱۲۳ غړو استعفا منظور" کړې وې.

کمېشن وايي، حکومتي او امنیتي ادارې تر سېلابونو وروسته د مرستو او بحالۍ چارو کې مصروفې دي ځکه انتخابات په سېپټېمبر کې نه شي کولای - د سېپټېمبر ۱۴مې انځور.
کمېشن وايي، حکومتي او امنیتي ادارې تر سېلابونو وروسته د مرستو او بحالۍ چارو کې مصروفې دي ځکه انتخابات په سېپټېمبر کې نه شي کولای - د سېپټېمبر ۱۴مې انځور.

د پاکستان له قانون سره سم، د قامي اسمبلۍ هر غړی چې ګوښه کېدل غواړي، باید خپل استعفالیک سپیکر ته ورکړي او ورسره وګوري چې هغه یې د تاییدولو یا نه منظورولو پرېکړه وکړي.

د تحریک انصاف د غړو د استعفاګانو موضوع تر هغې وروسته نوره پسې وغځېده چې د هغه ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپرېل پر ۱۶مه له دندې استعفا کړې وه. تر نوموړي یوه اوونۍ مخکې د تحریک انصاف بل سیاستوال او د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر هم له دندې ګوښه شوی وو.

تر هغه وروسته د پاکستان پیپلز پارټۍ سیاستوال او پخوانی وزیراعظم راجا پروېز اشرف د اېتلافي حکومت او د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) د غړو ګوندونو د ګډ نوماند په توګه د قامي اسمبلۍ نوی سپیکر منتخب شو.

سیند کې بلدیاتي انتخابات

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۱۴مه په بیان کې دا هم ویلي دي چې په غونډه کې د سیند صوبې د بلدیاتي انتخاباتو پر دویم پړاو هم بحث وشو چې پکې پرېکړه وشوه چې د کراچۍ په ټولو ضلعو کې به د اکتوبر پر ۲۳مه بلدیاتي انتخابات کوي.

په بیان کې راغلي دي چې د صوبايي حکومت او انتخاباتي کمېشن له ځايي چارواکو څخه یې په حیدراباد ډېوېژن کې تر سېلاب وروسته د وضعیت په اړه معلومات غوښتي دي او هڅه کوي چې هلته هم د بلدیاتي انتخاباتو نېټه ژر اعلان کړي.

د بلدیاتي ټاکنو لومړی پړاو د جون په ۲۶مه په سکر، جیکب اباد، شکارپور، سانګړ، لاړکانه، خیرپور، بې نظیر اباد، عمر کوټ، میرپور خاص، قمبر شهداد کوټ، کشمور، ګوټکي، نوشهرو فېروز او ترپارکر کې ترسره شوی وو.

ټاکل شوې وه چې د سیند مرکز کراچۍ او دویم لوی ښار حیدراباد په ګډون په ۱۶ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو د جولای پر ۲۴مه ترسره شي. خو کمېشن وروسته د بارانونو او محرم د ماتمي غونډو له وجې انتخابات د اګست تر ۲۸مې ځنډولي ول.

XS
SM
MD
LG