د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیې ملکه الېزابېت د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه


الېزابېت دویمه تر ۷۰ کلونو پورې د برتانیې ملکه وه - انځور له ارشیفه
الېزابېت دویمه تر ۷۰ کلونو پورې د برتانیې ملکه وه - انځور له ارشیفه

د برتانیا د اوږدې مودې ملکه دویمه الېزابېت د سېپټېمبر پر اتمه، د ۹۶ کلونو په عمر مړه شوه. د هغې تر مړینې سمدستي وروسته د هغې مشر زوی چارلس د برتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړې.

بکېنګهم ماڼۍ د ملکې دویمې الېزابېت د مړینې خبر اعلان کړ او ویې ویل چې، زوی یې ۷۳ کلن چارلس د ملکې له مړینې سمدستي وروسته د برتانیا د پاچا په توګه دنده پیل کړه.

بکېنګهم ماڼۍ تر دې مخکې ویلي ول چې ملکه په سکاټلېنډ کې په خپل دوبني هستوګنځای کې تر روغتیایي مراقبت لاندې ده او د سلطنتي کورنۍ ټول غړي ور روان دي چې ترخوا یې و اوسي.

ملکه الېزابېت د ۱۹۲۶ کال د اپریل په ۲۱مه په لندن کې زیږېدلې وه. نوموړې د یونان له شهزاده فېلېپ مونټبټین سره چې د سمندري ځواکونو یو پوځي وو، واده کړی وو او د واده ثمره یې څلور اولادونه دي.

د ملکې الېزابېت خاوند او اولادونه، د جون ۱۲مه، کال ۱۹۶۵
د ملکې الېزابېت خاوند او اولادونه، د جون ۱۲مه، کال ۱۹۶۵

مشر زوی یې شهزاده چارلس دی چې له دې وروسته به د برتانیا د پاچا په توګه دنده ترسره کوي. شهزداګۍ اننی، شهزاده اندریو او شهزاده ایډورډ یې درې نور اولادونه دي.

ملکه الېزابېت د خپل پلار څلورم جورج له مړینې وروسته د ۱۹۵۳ کال د جون په دویمه په ویسټمېنسټر ابې کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ملکې تاج پر سر کړی وو.

ملکه الېزابېت په ۱۹۳۷ کې د خپلې کورنۍ له غړيو سره
ملکه الېزابېت په ۱۹۳۷ کې د خپلې کورنۍ له غړيو سره

ملکه دویمه الېزابېت د روان ( ۲۰۲۲) کال د فبرورۍ په۲۰مه، پر کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوې وه چې علایم یې خفیف ښودل شوي ول، خو له رغېدو سمدستي وروسته یې بېرته خپله دنده چې تر ډېره تشریفاتي وه، پیل کړه.

د ملکه الېزابېت د مړینې په اړه د نړۍ ډېرو مشرانو خفګان څرګند کړی او د برتانیا له سلطنتي کورنۍ، د برتانیا له حکومت او د دې هېواد له خلکو سره د خواخوږۍ ښودلو دغه بهیر روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG