د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د شمالي وزیرستان یوه اوسېدونکي ۲ مشکوک هدفي بریدګر وژلي


په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی - د جولای ۳۰مې انځور.
په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی - د جولای ۳۰مې انځور.

د شمالي وزیرستان پولیس، امنیتي چارواکي او اوسېدونکي وايي، د میرلي یوه اوسېدونکي یو مشکوک هدفي بریدګر وژلی او بل یې ژوبل کړی وو چې وروسته یې سا ورکړه.

د پولیسو او امنیتي ادارې دوو چارواکو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د سېپټېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې پېښه د شنبې یا خالي شپې مهال په ایدکو (عیدکو) کې شوې او دا چې درېیم مشکوک هدفي بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.

دا په سیمه کې یوه نادره پېښه بلل کېږي ځکه چې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې په شمالي وزیرستان کې په روانو لسګونه هدفي بریدونو کې ګڼو ولسي وګړو، امنیتي او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د سیمې اوسېدونکو او عیني شاهدانو هم د امنیتي اندېښنو له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ساجد له ایدکو څخه خدري کلي ته پر لاره وو چې مشکوکو وسله والو پر پله له موټرسایکله ښکته کړ او ورباندې یې تشدد پیل کړ.

د دوی په خبره، د اخ و ډب پر مهال ساجد له یوه وسله واله ټوپک کش کړ او ورباندې یې ډزې وکړې چې پکې یو کس ووژل شو، دویم ټپي شو او درېیم وتښتېد.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه مشکوک وسله وال څوک ول.

یوه لوړپوړي پوځي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ژوبل مشکوک وسله وال د سېپټېمبر پر ۱۸مه سا ورکړه.

چارواکي وايي، پېښه د شمالي وزیرستان د ایدکو او خدري ترمینځ شوې.
چارواکي وايي، پېښه د شمالي وزیرستان د ایدکو او خدري ترمینځ شوې.

یوشمېر عیني شاهدان وايي، د پېښې پر وخت له نېږدې کورونو څخه ښځې او سړي ورووتل او وسله والو ته یې خواست وکړ چې هغه پرېږدي او و دې یې بښي خو هغوی د ساجد وهلو ته دوام ورکړ، او جامې یې وروشلولې.

د شمالي وزیرستان پولیسو او امنیتي چارواکو وویل چې د ساجد یو تره فردوس شاوخوا یوه میاشت مخکې د "خدري ګروپ" په نوم د وسله والو یوې ډلې وژلی وو او بل تره یې چې مسرور نومېده، نهه میاشتې مخکې په هدفي برید کې وژل شوی وو.

دوی زیاتوي چې وسله والو یو ځل د ساجد پلار قدوس خان ته هم لاره نیولې وه خو هغه ورڅخه روغ وتلی وو.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال په شمالي وزیرستان کې ټول ۳۸ هدفي بریدونه شوي دي چې پکې ۵۰ ځايي مشرانو، قومي مخورو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په هغه قبایلي ضلع کې د هدفي وژنو او ناامنیو پرضد د اتمانزیو مشرانو د جولای له ۱۷مې راهیسې احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۱۵مه پرلتوالو له حکومتي چارواکو سره د امنیت ټینګښت د کړنلارې پر وروستۍ یا نهايي کولو بحث وکړ او دواړه خواوې ورباندې سلا شوې خو زیاته یې کړه چې پر دې موضوع خبرو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د خیبر پښتونخوا په کوز دیر، سوات، باجوړ، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، مومندو، اورکزیو او خيبر کې خلکو احتجاجي لاريونونه وکړل او د خپلو سيمو د امنيت لپاره يې غږ پورته کړ. په دې لړ کې تر ټولو وروستۍ مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۸مه په کورمه او سوات کې شوې دي.

انتظامي او امنیتي چارواکي او همداراز، د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې امنیت بحالوي.

اخوا په ضلع کې د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې ساجد "اتل" وباله او و یې ویل چې ورته انعام ورکوي.

ده وویل چې امنیتي ځواکونو هم په سیمه کې د وسله والو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د سېپټېمبر ۱۷مې شپې مهال یې په شوال کې په نښته کې دوه مشکوک وسله وال وژلي دي.

اخوا د سېپټمبر پر ۱۳مه د خیبر پښتونخوا د اعلاوزير په دفتر کې د لوړپوړو چارواکو يوې غونډې ته ويل شوي چې حکومت د صوبې د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يو منظم پلان لري.

د شمالي وزيرستان ځايي خلک وايي چې هلته له ۲۰۱۸ز کال راهيسې هدفي وژنې کېږي. په هغه ضلع کې په هدفي بریدونو کې د ولسي وګړو په ګډون، سیاستوالان، دیني عالمان، قومي مخور او امنیتي سرتېري هم په نښه کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو شاوخوا څلور کاله مخکې د امنیت وضعیت بیا خراب شو.

XS
SM
MD
LG