د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د توهين عدالت په مقدمه کې پر عمران خان د فرد جرم لګولو پرېکړه کړې


عمران خان دوه ځله په عدالت کې ځواب جمع کړ خو اسلام اباد های کورټ وويل چې له ځوابونو يې مطمينه نه دی.
عمران خان دوه ځله په عدالت کې ځواب جمع کړ خو اسلام اباد های کورټ وويل چې له ځوابونو يې مطمينه نه دی.

اسلام اباد های کورټ د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان باندې د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه د فرد جرم لګولو پرېکړه کړې ده.

د اسلام اباد های کورټ پر پینځو قاضيانو مشتملې جرګګۍ د سېپټېمبر پر اتمه نېټه د چیف جسټیس اطهر من الله په مشرۍ کې پر عمران خان د جوړې شوې مقدمې اورېدنه وکړه.

پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د هغه د ګوند يو نيول شوي سیاستوال، شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.

عدالت له عمران خان غوښتي چې د دغه بيان وضاحت وکړي. شهباز ګيل د اګست پر ۱۲مه عدالت ته ویلي وو چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی خو د اسلام اباد پوليسو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي. نوموړی په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.

د اسلام اباد پولیسو هغه له يو شخصي ټيليويژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي وو چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.

د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.

اسلام اباد های کورټ د اګست پر ۳۱مه نېټه د مقدمې اورېدنه کړې وه او عمران خان ته ويلي ول چې د سېټېمبر تر اوومې پورې دې خپل ځواب جمع کړي. د هغه وکيل حامد خان د سېټېمبر پر اوومه په عدالت کې ځواب جمع کړ چې پکې د پاکستان ډان او جيو نيوز ووبپاڼو په وينا، عمران خان ويلي چې هغه په غير ارادي توګه پر خپلو شوو خبرو افسوس کوي. خو البته نوموړي په بیان کې غېر مشروطه بخښنه نه ده غوښتې.

د سېپټمېبر پر اتمه نېټه چې کله د مقدمې اورېدنه پیل شوه نود قاضيانو او عمران خان د وکیلانو ترمینځ تر ډېرو بحثونو او دلیلونو وروسته عدالت وويل چې د عمران خان له خوا له جمع شوي ځواب څخه مطمينه نه دی.

عدالت وويل چې تر فیصلې اورولو له مخه که عمران خان غېر مشروطه بخښنه وغواړي نو ورباندې بیا هم غور کېدای شي.

خو کله چې عمران خان غېر مشروطه بخښنه ونه غوښته نو عدالت فيصله واوروله او وې ويل چې پر هغه به د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه فرد جرم ولګول شي.

تر عدالتي فيصلې وروسته عمران خان د اسلام ابا د های کورټ دباندې له خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو کې ادعا وکړه چې د اورېدنې پر مهال يې خبرې کول غوښتل خو اجازه ورنه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG