د لاسرسي ځای

تازه خبر

هيومن رايټس واچ: طالبانو د افغانستان نيمايي خلک له کار او زده کړو منع کړي


په افغانستان کې ښځو د خپلو حقونو لپاره په وار وار لاريونونو کړي دي. پخوانۍ انځور
په افغانستان کې ښځو د خپلو حقونو لپاره په وار وار لاريونونو کړي دي. پخوانۍ انځور

د بشري حقونو د څار ډلې (هيومن رايټس واچ) د اسیا د برخې مدافع وکیل جان سیفتون وایي، په لږې ازادۍ کې ژوند او د رښتوني عدالت نه ترلاسه کول هغه څه دي چې طالبانو پر افغانانو لورولي دي.

د ده په وینا، طالبانو د افغانستان نیمایي خلک له زده کړو او کار څخه منع کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د سېپټمېبر پر اوومه نېټه يو بیان خپور کړ چې پکې د ښاغلي سیفټون له قوله راغلي دي، د طالبانو یو چارواکی چې څه وایي همهغه ته د قانون په سترګه کتل کېږي.دی زیاتوي چې د بشري حقونو وضعیت دومره له ګواښه ډک دی چې تصور یې ګران دی چې وشي.

طالبانو تر دې مخکې ورته تبصرې بې بنسټه بللې دي او د "اسلام په چوکاټ" کې یې خلکو ته د بشري حقونو پر ورکړه ټینګار کړی دی.

ښاغلي سیفټون همدا راز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي راپور ته اشاره کوي چې، پکې راغلي دي، په هیڅ هیواد کې ښځې او نجونې تر دې حده په تېزۍ سره د ژوند له چارو تري تم شوې نه دي.

د ملګرو ملتو د بشري حقونو په ووبسایټ کې د ریچررډ بینیټ یوه راپور ته اشاره شوې ده او ویل شوې دي چې دا راپور ایډیټ شوی نه دی او د سېشنبې پر ورځ خپور شوی دی.

د دې راپور په پیل کې راغلي دي، دا د ریچرډ بینټ له لوري لومړۍ راپور دی چې په‌کې له ښځو سره تعصب، د جګړې په تړاو د بشري حقونو نقض، د بیان د ازادۍ په برخه کې محدودیتونو او د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته د سوله‌ییزو غونډو موضوعات را اخیستل شوي دي.

د طالبانو د واکمنۍ یو کال: پر ښځو او نجونو محدودیتونه دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:31 0:00

ښاغلي سیفټون ویلي دي چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا به د روانې سېپټېمبر میاشتې په وروستیو کې د دې راپور په تړاو بحث وکړي.

د ده په وینا د نړۍ هېوادونه باید دا یو فرصت وګڼي چې د ریچرډ بینیټ ماموریت تمدید کړي او په افغانستان کې د حساب ورکونې او ناسم چلند د څارنې لپاره یوه اداره جوړه کړي.

د طالبانو ویاند د دې راپور تر چمتو کېدو پورې د مشال رېډيو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې اساسي شرط د بشري حقونو رعایت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی دی.

د څه باندې یوه کال په موده کې کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG