د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان عدالت ته ویلي له ښځينه ججې بخښنې اخيستو ته تیار دی


پر عمران خان تور دی چې يوې ښځينه ججې ته دړکې وکړې وې. پخوانی انځور
پر عمران خان تور دی چې يوې ښځينه ججې ته دړکې وکړې وې. پخوانی انځور

د تحریک انصاف مشر او د پاکستان وزیراعظم عمران خان له خوا له ښځينه ججې څخه د بخښنې غوښتلو تر څرګندولو وروسته اسلام اباد های کورټ د هغه پرضد د عدالت د سپکاوي مقدمه د اکتوبر تر درېيمې نيټې پورې ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې عدالت به نن (سېپټېمبر ۲۲) پر عمران خان د عدالت د توهين فرد جرم لګاوه خو کله چې د اسلام اباد های کورټ د مشر جسټس اطهر من الله په مشرۍ کې پینځه کسيزه بنچ د مقدمې اورېدنه پیل کړه نو د عمران خان وکيل وويل چې موکل يې څه ويل غواړي.

عدالت چې کله عمران خان ته د خبرو اجازه ورکړه نو هغه وويل چې په تېره اورېدنه کې يې غوښتل چې خبرې وکړي خو اجازه ور نه کړل شوه.

پر دې مهال هغه وويل:"زه تيار یم چې له ښځينه ججې څخه بخښنه وغواړم، عدالت فکر کوي چې زه تر سرې کرښې اوښتی یم، زما ججې ته د دړکې ورکولو هیڅ اراده نه وه او زه تیار یم چې په خپله هغې ته ورشم او بخښنه ورڅخه واغواړم."

له دې وروسته عدالت عمران خان ته وويل چې هغه دې خبرې په يوه حلف نامه کې ولیکي او جمع دې کړي.

عدالت زیاته کړه:"که تاسو د خپلې غلطۍ احساس کړی وي او بخښنې غوښتلو ته تیار یاست نو دا کافي ده."

له دې سره اسلام اباد های کورټ پر هغه فرد جرم ونه لګاوه او د مقدمې اورېدنه يې د اکتوبر تر درېیمې نيټې پورې وځنډوله.

تر اورېدنې وروسته عمران خان د عدالت دباندې خبریالانو ته وويل چې هغه د "مافیا" (غلو) پرضد د "رښتنې ازادۍ تحریک" پیل کړی دی نو ځکه نه غواړي چې د پاکستان عدالت سره په جګړه کې ښکېل شي.

اسلام اباد های کورټ د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه پر عمران خان د فرد جرم لګولو پرېکړه کړې وه.

پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي وو چې د هغه د ګوند يو نيول شوي سیاستوال، شهباز ګېل ته د جسماني ريمانډ ورکونکې اېډيشنل ښځينه ججې زېبا چودري خلاف به کاروايي کوي او د هغې خلاف به مقدمه جوړوي.

عدالت له عمران خان غوښتي چې د دغه بيان وضاحت وکړي. شهباز ګيل د اګست پر ۱۲مه عدالت ته ویلي وو چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی خو د اسلام اباد پوليسو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي. نوموړی په پاکستاني پوځ کې د بغاوت د خپرولو په تور په زندان کې دی.

د اسلام اباد پولیسو هغه له يو شخصي ټيليويژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي وو چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.

د اګست پر ۱۹ مه نېټه د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغلې وه چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي.

اسلام اباد های کورټ د اګست پر ۳۱مه نېټه د مقدمې اورېدنه کړې وه او عمران خان ته ويلي ول چې د سېټېمبر تر اوومې پورې دې خپل ځواب جمع کړي. د هغه وکيل حامد خان د سېټېمبر پر اوومه په عدالت کې ځواب جمع کړ چې پکې د پاکستان ډان او جيو نيوز ووبپاڼو په وينا، عمران خان ويلي چې هغه په غير ارادي توګه پر خپلو شوو خبرو افسوس کوي. خو البته نوموړي په بیان کې غېر مشروطه بخښنه نه ده غوښتې.

د سېپټمېبر پر اتمه نېټه چې کله د مقدمې اورېدنه پیل شوه نود قاضيانو او عمران خان د وکیلانو ترمینځ تر ډېرو بحثونو او دلیلونو وروسته عدالت وويل چې د عمران خان له خوا له جمع شوي ځواب څخه مطمينه نه دی.

عدالت وويل چې تر فیصلې اورولو له مخه که عمران خان غېر مشروطه بخښنه وغواړي نو ورباندې بیا هم غور کېدای شي.

خو کله چې عمران خان غېر مشروطه بخښنه ونه غوښته نو عدالت فيصله واوروله او وې ويل چې پر هغه به د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه فرد جرم ولګول شي.

تر عدالتي فيصلې وروسته عمران خان د اسلام ابا د های کورټ دباندې له خبريالانو سره په غېر رسمي خبرو کې ادعا وکړه چې د اورېدنې پر مهال يې خبرې کول غوښتل خو اجازه ورنه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG