د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولسمشر له پاکستان سره د مرستو غږ کړی


ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو غږ وکړ.
ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو غږ وکړ.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په نړيوالو غږ کړی چې د پاکستان سېلاب ځپلو سره دې مرسته وکړي.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وينا پر وخت وويل چې د پاکستان ډېرې برخې تر سېلابي اوبو لاندې دي چې دا د چاپېريال د تودوخې د ستونزې يو مثال دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د ولسمشر جو بایډن مننه کړې ده. نوموړي د سېپټېمبر پر ۲۲مه نېټه پر ټويټر جو بايډن مخاطب کړی او ويې ليکل " د پاکستان د سېلاب ځپلو د ستونزو راپورته کولو او پر نړيوالو په سمدستي مرستو کولو د غږ کولو مو مننه کوم"

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم د دې غونډې په څنډه کې د بېلابېلو غربي هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره د سېلاب ځپلو د مرستې په اړه خبرې کړې دي.

د وزيراعظم دفتر د سېپټېبر پر ۲۱مه پر ټويټر ليکلي چې شهباز شريف په جلا جلا ملاقاتونو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د اروپايي کمېشن مشرې اورسلا وون دير ليېن او د اب وهوا د بدلون په برخه کې د امريکايي ولسمشر سلاکار جان کېري سره ليدلي دي. د بيان ترمخه، دغو مشرانو پاکستان ته د مرستو ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي افتونو په واړاندې د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپټېمبر پر ۲۱مه په خپل راپور کې ويلي چې د جون له نيمايي راهیسې، په راغليو سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۵۷۶ ته رسېدلی او ۱۲۸۶۲ کسان زخميان شوي دي.

دې ادارې زیاته کړې چې سېلابونو دوه ميليونه او ۱۴ زره کورونو يا په بشپړ او يا هم په جزوي ډول وران کړي دي چې له کبله یې په لکونو خلک بېکوره شوي دي. همدراز له ۱۰ لاکو څخه زيات څاروي وژل شوي او ۳۹۲ پلونه نړېدلي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ښه نیت استازې، اينجېلينا جولي د پاکستان د دورې پر مهال د سېپټېمبر پر ۲۱مه د سېلاب ځپلو سره د مرستو په ملي مرکز کې د خبرو پر مهال وويل چې که نړيوالې مرستې په وخت ونه رسېږي نو ښايي د سېلابونو زیان لا پسې ډېر شي.

ملګرو ملتونو د پاکستان لپاره د ۱۶۰ ميليونو ډالرو د بيړنۍ مرستو غوښتنه کړې ده. امريکا د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره ۵۵ ميليونه ډالر ورکولو اعلان کړی دی.

د دې تر څنګ کاناډا او اروپايي ټولنې هم د خوراکي موادو، نغدو پيسو او طبي سامانونه مرستې لېږلي دي. د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هر سېلاب ځپلي ته ۲۵۰۰۰ روپۍ او په سېلاب کې وژل شوي کس کورنۍ ته ۱۰ لاکه روپۍ ورکوي.

XS
SM
MD
LG